د بشري حقونو فعالان: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی دې د يوناما ځایناستی شي

Photo: UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه‌ليک او د دې شورا له لوري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو د بشري حقونو يوې ډلې ويلي، چې دا ځانګړی استازی دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (يوناما) ځایناستی وټاکل شي.

د «بشر حقونو د فعالانو اتحاد» په اعلاميې کې د فعالانو او مدني بنسټونو نظريات راغلي او په کې ويل شوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ارزونې او اجرا له صلاحيتونو سره د يو ميکانيزم له لارې د يوه ځانګړي استازي ټاکل يوه بېړنۍ اړتيا او مهم دي.

دې فعالانو غوښتنه کړې چې ځانګړی استازی دې د يوناما ځایناستی شي ځکه چې دا ماموريت له پخواني دولت سره د مرستې په موخه او د همدې دولت پر وړانديز جوړ شوی و، خو اوس مهال افغانستان يو مشروع او رسمي دولت نه لري.

د بشر حقونو د فعالانو اتحاد ويلي، چې د يوناما د دوو وروستيو کلونو کړنو د بشر حقونو انديښنې راپورته کړي او په ډېری مواردو کې ګڼ شکايتونه شته.

ځينو فعالانو او معترضو ښځو يوناما د طالبانو په ملاتړ او د دې ډلې پر وړاندې په چوپتيا تورنه کړې.

له دې سره-سره، طالبانو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه‌ليک خپرېدو په تړاو ناخوښي ښودلې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د يوناما په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکل «اضافه او غير ضروري» دي.

د ځانګړي استازي ټاکل د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو د افغانستان په تړاو د خپلواکې ارزونې يوه برخه ده.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي د ارزونې راپور د سپارښتونو د عملي کولو لپاره يو پرېکړه‌ليک په ۱۳ موافقو او د روسيې او چين په دوو ممتنع رايو تصويب کړ.

دې شورا په خپل پرېکړه‌ليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي و، چې د دې شورا له غړو، د طالبانو، ښځو، مدني ټولنې او سيمه‌ييزو هيوادونو په ګډون له افغانستان سره له تړلو لوبغاړو او ښکېلو اړخونو سره په مشوره دې د افغانستان لپاره يو ځانګړی استازی وټاکي چې په بشري حقونو او جنسيت کې قوي تخصص ولري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي و، چې دا ځانګړی استازی بايد د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنې په داسې توګه عملي کړي چې د يوناما او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ماموريت ته زيان ونه رسېږي.

د فريدون سينيرلي اوغلو په ارزونه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو، پايدارې سولې او ټولنيزې ودې د راوستلو لپاره پر «ملي خبرو-اترو» ټينګار شوی و. په نړيواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام لپاره د لارې نقشه او د اړيکو عادي کول هم د سينيرلي اوغلو د راپور يوه برخه ده.

د بشر حقونو فعالانو همدا راز ټينګار کړی، چې د ځانګړي استازي په ټاکلو او يا د يوناما لپاره د يو بل ځایناستي په ټاکلو کې بايد د افغانستان د خلکو اساسي اړتياوې او ډيموکراټيک ارزښتونه اصل وي، نه له طالبانو سره تعامل.

د دې اتحاد په وينا، يو لړ معيارونه لکه د ښځو حقونه، د اصلي خلکو او جغرافيې دقيقه پيژندنه، له تاريخ او سياسي مناسباتو څخه دقيق شناخت، د غير متمرکز نظام نوعيت، د عادلانه حکومت رامنځته کول او د ټولنيز عدالت تأمينول بايد لومړيتوب ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه