هلمند کې د طالبانو له لوري د بې اسناده موټرو نیول؛ خلک: د اسنادو قیمت لوړ او د اخیستلو وس یې نه لرو

انځور: استول شوی

په هلمند ولایت کې موټر چلوونکي وایي، چې طالبانو په دې ولایت کې د ټولو هغو بې اسنادو یا یو کیلي موټرو د نیولو لړۍ پېل کړې، چې تراوسه یې مالکانو موقتي اسنادو اخیستو ته زړه نه دی ښه کړی.

موټر چلوونکي زیاتوي، چې ورکول کیدونکي اسناد له یوې خوا موقتي او له بلې خوا پرې زیات لګښت راځي چې دوی یې د پرې کولو وس نه لري او له همدې کبله تراوسه بې اسنادو ګرځي.

د طالبانو د مالیې وزارت د روان کال د غبرګولي مياشتې پر ۹مه نیټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې په ټول افغانستان کې یې د بې اسناده یا یو کیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه پېل کړې ده.

دا مهال د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې د یادو موټرو د ثبت لړۍ روانه ده او هر موټر ته د ماډل په تفکیک سره د ځانګړي شوي فیس په مقابل کې درې کلن موقتي اسناد ورکول کېږي.

شمس الله چې د هلمند او کندهار پر لويه لار یې موټر چلوه وایي، چې له تيرو دوو مياشتو راهیسې يې خپل موټر د طالبانو له ویرې په کور کې درولی او دومره وس نه لري، چې موقتي اسناد ورته جوړ او خپل کار بیرته پېل کړي.

نوموړی چې اوس بې روزګاره شوی په دې اړه یې داسې وويل:«په دغه موټر زه د کور ۲۲ تنو ساتنه کوم، ځمکه مې اوبه يوړله هيڅ نه لرم که زموږ سره د دغه موټرو د پليټونو برخه کې مرسته وشي او پیسې يې يا کمې او یا بیخي بندې شي، موږ به  زيات خوشاله شو ځکه زه يې وس ولاکه لرم.»

هلمند کې د طالبانو ترافیک هره ورځ د موټرو اسناد ګوري او هغه موټر دروي چې اسناد نه لري. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د هلمند يو شمير نور موټر چلوونکي هم د طالبانو له لوري پر موټرو ټاکل شوی محصول زیات بولي او وایي، چې دوی يې د ورکولو وس نه لري.

شفيع الله چې د موټر ماډل یې تر ۲۰۰۰ پورته او ۲۳۷۰۰ افغانۍ لګښت پرې راځي وایي، چې د دومره محصول د تحویلولو وس نه لري او همدغه موټر یې د روزي ګټلو یوازینۍ وسیله وه.

هغه زیاتوي، چې د ډیرو هڅو سره سره نه دی توانیدلی چې خپل موټر ته موقتي اسناد واخلي، چې له امله یې دوه ځله ترافیکو موټر درولی او د اسنادو غوښتنه یې ترې کړې ده.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د موقتي اسنادو د جوړيدو دغه لړۍ دي بنده کړي او يا دې هم ترسره کيدونکي لګښتونه کم دي.

د هلمند دغه اوسیدونکي وویل: «داسې خلک ماته په دغه ځای کې رامعلوم دي چې اولادونه يې پلورلي دي چې موټر يې اخيستی دغه پليټونه د موقت وخت لپاره دي دا خلک ډيرې غټې غټې ستونزې او اقتصادي ستونزې لري هغه ډوډۍ نه شي پیدا کولای.»

په هلمند کې بې اسناده یا یو کیلي ولاړ موټر. انځور: اطلاعات روز

بلخوا هلمند کې د طالبانو د ترافیکو مسوولین د موټر چلوونکو د کمزوري اقتصاد خبره مني، خو وایي، چې یاده پریکړه د مرکزي حکومت لخوا شوې او دوی یې تطبیق ته ژمن دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مدير ملا احمد وايي، چې دامهال ټول هغه موټر چې سټيکر يې اخيستي وي او اسناد نه لري د دوی لخوا درول کېږي، ترڅو خپل اسناد بشپړ کړي.

احمد زیاتوی، هيڅوک حق نه لري چې نوي بي اسناده موټر واخلي او په وينا يې که دوی ونيول شي، نو موټر یې درول کېږي.

هغه وویل: «دا ډيره لويه ستونزه ده چې زه ۲۵ زره او ياهم ۳۰ زره افغانۍ پر اسنادو ورکوم د ولس دغه ستونزه موږ د مرکز سره شريکه کړې هغوی راته ويلي، چې دغه موضوع اوس په کابينه کې روانه ده چې موږ هره ډول پرېکړه وکړه بیا به تاسو ته خبر درکړو.»

د هلمند ترڅنګ په یو شمیر نور ولايتونو کې هم خلک شکايت کوي، چې د طالبانو له لوري په موقتي اسنادو زیاتې پیسې اخیستل کېږي او دا د دوی د وس پورته ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه