اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو راپور ورکړی دی چې ټاکل شوې ده د طالبانو لوړپوړی چارواکی او په کندهار کې د دې ډلې والي ملا شيرين آخوند د راتلونکې ميلادي مياشتو په لومړيو کې اسلام اباد ته ولاړ شي.
د ډان نيوز له راپور سره سم، ملا شيرين به په اسلام اباد کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له اطلاعاتي چارواکو سره وويني.
د دې پاکستاني رسنۍ په وينا، پاکستان ته د شيرين آخوند سفر د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پی) په تړاو له پاکستان سره د ترينګلتيا کمولو په موخه د طالبانو د هڅو په پایله کې ترسره کېږي.
طالبانو په همدې لړ کې د جمعیت علمای پاکستان د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان کابل ته غوښتی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا سفر شخصي او بې ارزښته ګڼلی دی.
شيرين آخوند د طالبانو يوه مهمه څېره ده چې په کندهار کې د طالبانو له رهبر سره نژدې اړيکې لري.
ډان نيوز ليکلي چې د طالبانو دا غړی له پاکستان او پاکستاني طالبانو سره په اړيکو کې پاتې شوی.
دې رسنۍ ليکلي چې د تحريک طالبان پاکستان له وجې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړيکې ترينګلې شوې دي. د ټي ټي پي پر خلاف د کابل د نه اقدام له وجې دا ترينګلتيا نوره هم زياته شوې.
ډان نيوز زياته کړې چې په لومړي سر کې داسې ښکارېده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته به تحريک طالبان پاکستان کنټرول شي.
طالبانو د پاکستان د پوځ او ټي ټي پي تر منځ غونډې جوړې کړې چې په پایله کې يې اوربند لاسليک شو او پاکستان يې له امله د تحريک طالبان پاکستان لوړپوړي مشران خوشي کړل.
له دې سره-سره، د ډان نيوز له وينا سره سم، اوربند د پر له پسې نښتو او د تحريک طالبان پاکستان له لوري د توافقليک د يو اړخيزه فسخ کولو له امله لنډمهالی و.
پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت څخه په پر له پسې توګه غوښتي چې د تحريک طالبان پاکستان او ورسره تړلو نظامي ډلو پر خلاف دې چې په افغانستان کې فعاليت کوي، اقدام وکړي.
خو د ډان نيوز په وينا، د طالبانو حکومت د تاريخي ايتلافونو او ايډيولوژيکو تړاوونو له وجې د ټي ټي پي پر خلاف په اقدام کې متزلزل دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان طالبانو د تحريک طالبان پاکستان په اړه د پاکستان غوښتنې نه دې پر ځای کړې، خو داسې انګېرنې کېږي چې دوی دا ډله له مستقيمو بريدونو څخه را ګرزولې ده.
