کونړ کې ځايي خلک او ځوانان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د نجونو پر وړاندې دې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزي او په دې برخه کې دې نور له خپلې پرېکړې په شا شي.
کونړ مېشتي وايي، نجونې هم د نارینهوو په څېر د زده کړو او ارام ژوند حق لري او باید طالبان نور د نجونو پر هېلو له خاورو اړولو لاس واخلي.
بل لور ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پر خپلې پخوانۍ پرېکړې ولاړ دی او له خلکو یې تر «امر ثاني» د نامعلوم انتظار غوښتنه کړې.
د کونړ اوسېدونکي د طالبانو له لوري له زده کړو د نجونو منع کول غیر انساني عمل بولي او غوښتنه کوي، چې دغه ډله دې په دې برخه کې له خپلې پرېکړې لاس واخلي او اجازه دې ورکړي، چې نجونې د نارینهوو په څېر د زده کړو له لارې خپلو هېلو ته ورسېږي.
د کونړ د مرکز اسعد آباد اوسېدونکی خیرالله صافی وايي: «دا خو ډېر ظلم، زیاتی او د شرم خبره ده، چې امارت د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي، نور باید دا انتظار ختم شي، امارت باید نجونو سره دښمي بس کړي او دوی ته دې د تعلیم زمینه برابره کړي؛ ځکه نجونې هم انسانانې دي او حق لري، چې تعلیم وکړي او خپله اینده په خپله وټاکي.»

کونړ کې داسې کورنۍ هم شته، چې غړو یې د پوهنتون په وروستي کال کې زده کړې کولې، خو د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو د نجونو منع کولو یې هېلې له خاورو سره خاورې کړې، چې اوس له رواني اړخه سخت ځورېږي.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیح الله چې یوه خور یې تېر کال د نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو د بندیز فرمان له امله په وروستي کال له زده کړو پاتې شوې وايي، که طالبان نجونو ته د لوړو زده کړو په موخه د زده کړو اجازه ورنه کړي، د خور په څېر به یې ګڼې زده کړیالانې له رواني ستونزو سره مخ او حتی ځان وژنې ته به اړې شي.
نوموړي وویل: «زما خور د ادبیاتو پوهنځي په انګلېسي څانګه کې زده کړې کولې او فراغت ته یې یو کال پاتې و، خو طالبانو د نجونو د ښوونځیو په شان د دوی پر مخ د پوهنتون دروازې هم بندې کړې، زما خور ډېر با استعداده او په خپل صنف کې درېیمه درجه وه، د څه د پاسه یو کال په تېرېدو سره مې خور هېڅ مصروفیت نه لري او هره ورځ د پوهنتون په اړه سوچ او فکر کوي، چې نوره په رواني ناروغیو اخته شوې، زموږ غوښتنه دا ده، چې امارت نور نجونو ته اجازه ورکړي، چې هم ښوونځیو ته لاړې شي او هم پوهنتونونو ته.»
بل لور ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم چې څه موده وړاندې یې کونړ ولایت ته سفر کړی و ویلي دي، چې دغه ډله لاهم د نجونو د زده کړو په برخه کې پر خپل دریځ ولاړه ده او د نجونو د زده کړو لپاره د خپل مشرتابه دویم امر ته انتظار باسي.
نوموړي زیاته کړې، د نجونو د زده کړو لپاره د شرایطو له پوره کېدو سره سم به د نجونو پر وړاندې د زده کړو بندې دروازې پرانیزي.
ندا محمد ندیم ویلي: «د دې متعلق خو مونږ خپل دریځ مخکې یاد کړی دی، هغه مو دریځ دی په همغه خبره باندې ولاړ یو، چې څه مو ویلي دي هغه مو خبره ده او د امر ثاني خبره شوې ده همغسې به جریان روان وي، چې کله زمونږ شرایط او زمونږ فضا هغه څه ته اماده شول، چې د اسلامي شریعت تقاضا وي ان شاء الله مخته ځو.»
کونړ مېشتي دغه راز له نړۍ والې ټولنې غوښتنه کوي، چې پر طالبانو خپل فشارونه لا زیات کړي، ترڅو دغه ډله له ولس ضد او غیر عادلانه پرېکړو لاس واخلي.
له ۸۰۰ ورځو زیاتې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي او له یوه کال زیاتېږي، چې دغې ډلې په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو دروازې هم تړلي او اجازه نه ورکوي، چې نجونې عصري زده کړو ته ولاړې شي.
