ارزګان کې د کمزوري اقتصاد او زده کړو ته د نه لاسرسي له کبله ۲۰ سلنه ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ارزګان ولایت کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو د شمیر په زیاتوالي اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغلته زده کړو ته د ماشومانو نه لاسرسی د دې لامل شوی، چې په هرو ۵ ماشومانو کې یو یې درنو کارونو ته مخه کړې.

د دې ادارې د ارزیابۍ او څارنې مسوول سلویستر بفو څو ورځې وړاندې ارزګان کې د یوې غونډې پر مهال په خپل کلني راپور کې د یادو شمیرو په وړاندې کولو سره ویلي، چې ماشومانو ته باید د زده کړو حق ورکړل شي، ترڅو له درنو کارونو خلاص شي.

افغانستان کې د یونیسف د ارزیابۍ او څارنې مسوول سلویستر بفو

ورته مهال ارزګان کې په درنو کارونو بوخت ماشومان بیا وایي، چې د کورنیو اقتصادي ستونزې او زده کړو ته نه لاسرسی یې د دې لامل شوی چې شاقه کارونو ته مخه کړي.

نهه کلن سیدولي چې دا مهال د یو پنچر نیونکي سره د میاشتې په ۲۵۰۰ افغانۍ کار کوي وایي، چې زده کړې ورڅخه پاتې دي او اړ دی چې د خپلې کورنۍ لپاره څه اندازه ګټه وټه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال په ډيرو سختو او درنو کارونو  بوخت دی او که د کورنۍ اقتصاد يې ښه او د زده کړو زمينه ورته برابره شي، نو شاقه کارونه به پريږدي او زده کړې به وکړي.

هغه وویل: «پلار مو پر ځای ناست دی دلته کار کوم استاد کله وايي، دا شی راوړه کله وايي، هغه شی راوړه موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې موږ ته ښوونځی فعاله کړي، مدرسي فعاله کړي، ترڅو موږ هلته زده کړې په کې وکړو.»

ارزګاني ماشومان وایي، که د زده کړو زمینه ورته برابره شي، نو درانه کارونه به پریږدي

دغه راز ترينکوټ ښار کې د موټرو په يو ورکشاف کې په سلګونو کم عمره ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي هم د خپل شته وضيعت څخه شکايت کوي او وایي، چې تراوسه یې هيچا ملاتړ نه دی کړی.

دغه ماشومان د طالبانو له حکومت او نړيوالو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې د دوی اقتصادي وضعيت ته دې پاملرنه وکړي، ترڅو د شاقه کارونو څخه خلاص شي.

محمد شعیب چې په یاد ورکشاف کې کار کوي وايي، لويه هېله يې زده کړې کول دي، خو د کورنۍ دروند مسووليت یې دا هېله اخیستې او اړ دی چې شاقه کارونه وکړي.

دې ماشوم وویل: «ډير داسې درانه کارونه شته چې کله دشپې ولاړ شم ملا او پښې مې درد کوي ورته مجبوره يم.»

ارزګان کې ډیری ماشومان د مستریانو سره په کم معاش کار کوي

بلخوا هغه کورنۍ چې ماشومان يې په شاقه کارونو بوخت دي وايي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوي، چې په خپلو ماشومانو پردي کارونه وکړي.

د ارزګان اوسيدونکی ګل اغا چې دوه ماشومان يې د زده کړو پرځای په شاقه کارونو بوخت دي وايي، چې له شاقه کارونو پرته بله لاره نه لري، ځکه يې خپله دوه کم عمره ماشومان د يو ډوډۍ پخونکي سره په ورځنۍ مزدورۍ درولي دي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د دوی د اقتصادي وضعيت د ښه کولو برخه کې دې له دوی سره مرستې وشي.

ګل اغا زیاته کړه: «دا کارونه خو پر دوی ډير درانه دي مجبوره دي څه وکړو يوه ګوله ډوډۍ غم اخيستي دي، چې يو ګوله ډوډۍ پیدا کړي، اول خو تعليم تر هر شي ښه دی، بیا هم مجبوري ده دغه استادان يو څه پیسې ورکوي.»

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، هڅه کوي ترڅو اړمن، په شاقه کارونو بوخت او بی سرپرسته ماشومانو لپارو روزنتونونه فعال کړي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس قاري اغاولي قريشي وايي، دوی هڅه کوي، چې په درنو کارونو بوختو ماشومانو سره مرستې وکړي او دغه راز دوی د کار او ټولنيزو چارو رياست سره په ګډه يو شريک روزنتون جوړ کړی او دا مهال په کې لسګونه بي سرپرسته ماشومان ساتل کېږي.

قريشي وویل: «دبي سرپرستو ماشومانو لپاره دلته يو روزنتون جوړ شوی په همدغه روزنتون کې د ماشومانو تعليمي برخې ته کتنه شوې، په دې برخه کې موږ ژمن يو ترڅو هغه ماشومان چې په سختو کارونو بوخت دي د هغوی لپاره کوښښ کوو چې امکانات برابر کړو مرستې او همکاري ورسره وکړو»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر راپور خپور کړی و، چې لومړنیو خدمتونو د ماشومانو نه لاسرسی، فقر، د نجونو پر زده‌کړو بندیز، جنسي تاوتریخوالی او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا زیانمن کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپور رد کړی او په غبرکون کې یې ویلي، چې له افغانستانه بهر جوړیدونکي راپورونه کره نه دي او اوس په افغانستان کې ماشومان په امن کې ژوند کوي او زده‌کړو ته لاسرسی لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه