د پکتيکا اوسېدونکي په ګومل سيند د بند جوړېدو غوښتنه کوي

انځور: خواله رسنۍ

د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اړوند د سروندې په سيمه کې د «ګومل» په نوم سيند دی، چې له سربندي وروسته په دغه ولايت کې د ډېرو اوبو لرونکی سيند بلل کيږي.

د پکتيکا اوسېدونکي وايي، له کلونو راهيسې د دغه سیند اوبه په وړيا ډول ګاونډي پاکستان ته بهيږي او داخل د هيواد کې ورڅخه هيڅ ګټه نه پورته کيږي.

دوی د طالبانو له حکومت په دغه سيند د بند جوړېدو غوښتنه کوي او وايي، که ورباندې بند جوړ شي نه يوازې پکتيکا بلکې ګاونډيو ولايتونو ته هم د برېښنا ورکړې ظرفيت لري.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو او د برښنا وزارت چارواکو بیا ويلي، چې په دغه ولايت کې په ټولو سيندونو د بندونو جوړېدو پلان لري.

ګومل سيند چې د سيمې اوسېدونکي يې د ګوملې رود په نامه هم يادوي ۴۱۰ کيلومتره اوږدوالي لري او له کرښې پورې غاړه دېری اسماعېل خان پورې لار وهي او د اباسين سيند برخه جوړيږي.

د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي، په تېرو څو لسيزو کې له دغه سيند څخه د سيمې خلکو هيڅ ګټه نه دی پورته کړې او نه هم د وخت نظامونو پرې خلکو ته کومې ژمنې ورکړې دي.

ګومل یوه له کرنیزو ولسواليو څخه ګڼل کېږي. انځور: خواله رسنۍ

د ګومل ولسوالۍ يو اوسېدونکي سردارولي اطلاعات روز ته وويل، چې د ګومل سيند د اوبو کچه د ورښتونو پر مهال په زياته اندازه لوړيږي چې يوې او بلې خوا پراته خلک ورباندې تګ – راتګ نه شي کولای.

خو، زياتوي چې له دغه سيند سره د لسګونو مندونو او خوړونو علاوه د دوهمې ګوملې سيند اوبه هم يو ځای کيږي، چې له کومې ګټې پرته په وړيا ډول پاکستان ته بهيږي.

نوموړي وویل: «د ګومل سيند ډېری زياتې اوبه لري، خو مونږ هيڅ ګټه نه ترې اخلو ځکه په تېرو نظامونو کې نه چا راته ورباندې بند جوړ کړ او نه هم د زراعت برخه کې کومه داسې پروژه پرې تطبيق شوه چې خلکو ته دې فایده ورځني رسېدلې وي، مونږ وينو چې طالبان بندونو جوړېدو ته مخه کړې نو د ګومل په سيند دې هم معياري بند جوړ شي.»

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې اوسېدونکی ريس خان چې برېښنا برخه کې يې لوړې زده کړې کړي د ګوملې سيند له اقتصادي اړخه ارزښتمن بولي او وايي، دغه سيند په زياته کچه مکعبه اوبه لري که پرې د برېښنا بند جوړ شي، نو د ټولې پکتيکا سربېره ګاونډيو ولايتونو ته هم د برېښنا ورکړې ظرفيت لري.

هغه وايي، که طالبان غواړي چې په دغه سيند بند جوړ کړي بايد له وړاندې ورته امنيتي تدابير هم ونيسي، دا ځکه چې ښايي پاکستان يې د رغنيزو کارونو پر وړاندې امنيتي مشکلات جوړ او د کار مخنيوی وکړي.

ريس وویل: «مونږ ته د ګوملې سيند ډېر ارزښت لري، که توجه ورته وشي په دغه سيند نه يوازې د ګوملې ولسوالۍ د اوبه د کمښت ستونزه ورسره حل کېدای شي، سربېره پر دې د د ټولې پکتيکا په ګډون غزني، پکتيا او خوست ته هم د برېښنا ورکولو ظرفيت لري، خو زه دا وايم چې شايد پاکستان په کې خپل تاوان ويني او اجازه به ور نه کړي، نو پکار ده چې امنيت هم ورته ټينګ شي.»

د ګومل سيند اوبه چې اوس کمې، خو په پسرلي کې يې کچه څو برابره لوړيږي. انځور: خواله رسنۍ

څه موده وړاندې پکتيکا ولايت ته د طالبانو د اوبه او برېښنا وزارت سرپرست عبدالطيف منصور په خپل سفر کې د مرکز ښرنې اړوند پاتې بند څخه د ليدنې پر مهال ويلي و، چې دوی به د اوبو مهار او ورڅخه د ګټې اخيستنې لپاره په ټولو سيندونو بندونه او کانالونو جوړولو پلان لري.

په ورته مهال اونۍ وړاندې د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو والي مولوي فيض الله جمال ګوملې ولسوالۍ ته په سفر کې د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په ځانګړو ليدنو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ګوملې په سيند هم خبرې کړي، چې د سيمې اوسېدونکو ترې دغه سيند ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې او والي د حکومت له اړخه ډاډ ورکړی چې د ګوملې په سيند د برېښنا بند جوړېدو موضوع به له مرکزي چارواکو سره شريکه کړي.

د ګومل د سيند په غاړه لسګونه کلي اباد شوي چې زرګونه کسان په کې ژوند کوي، که په دغه سيند د بند سربېره کانالونه هم جوړ شي، نو د خلکو په اقتصادي پرمختګ به د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه