متقي: د پاکستان دولت له ټي ټي پي سره د هوکړې په درشل کې له مذاکراتو پر شا شو

PHOTO: ANADOLU AGENCY

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي ويلي، چې د پاکستان دولت او پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) د مذاکراتو پر مهال هوکړې ته نږدې شوي وو، خو اسلام اباد له دې مذاکراتو پر شا شو.

متقي دا څرګندونې د فلسطين په اړه په تهران کې د جوړ شوي کانفرانس په څنډه کې له پاکستاني سناتور مهشيد حسين سيد سره د خبرو پر مهال کړې دي.

حسين سيد چې په دې کانفرانس کې د پاکستان استازی و، نوموړي پرون دوشنبه (۴ د مرغومې) له تهرانه د ستنېدو پر مهال پاکستانۍ رسنۍ ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره يې غير رسمي خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست دې پاکستاني سياستوال ته ويلي، چې کابل غواړي له اسلام اباد سره ټول مسايل د خبرو-اترو له لارې حل کړي.

دې پاکستاني سناتور د متقي له خولې ويلي، چې د پاکستاني چارواکو او د تحريک طالبان پاکستان د رهبرۍ ترمنځ تر يو لړ ليدنو وروسته اکثريت مسايل حل شوي و او دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي و. دا مذاکرات د افغانستان د طالبانو په منځګړيتوب کېدل.

د متقي په وينا، يوازينۍ ناحل شوې موضوع د قبايلي سيمو د ادغام لغوه کول و، چې له کبله يې مذاکرات له خنډ سره مخ او پاکستانی دولت له خبرو پر شا شو.

قبايلي سيمې وړاندې يوه فډراله اداره وه، خو پاکستاني دولت دا سيمې له خيبر پښتونخوا ايالت سره يو ځای کړې. پاکستاني طالبان د دې سيمو د ادغام د لغوه کولو غوښتنه کوي.

خو ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې پاکستاني دولت د قبايلي سيمو د ادغام لغوه کول خپله سره کرښه بللې او له پاکستاني طالبانو سره د هر ډول معاملې کولو لپاره يې څرګند شرايط ايښي دي.

د ايکسپريس ټريبيون په وينا، دا شرایط د پاکستان اساسي قانون ته ژمنتيا او په بشپړه توګه بې وسلې کېدل دي.

پاکستاني سناتور له متقي سره د خپلو خبرو د دوام په اړه ويلي، چې طالبان هر ډول فشار او ګواښ ته منفي غبرګون ښيي. ښايي دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستيو ترينګلتياوو ته اشاره وي.

حسين سيد ويلي: «لومړی متقي د افغاني روحيې په څرګندولو سره زياته کړه چې افغانستان په غريزي ډول فشارونو ته منفي غبرګون ښيي او د بل هر چا له لوري ډارول او ګواښ ردوي.»

همدا راز، پاکستاني سناتور زياته کړې چې له متقي سره په خبرو کې خبر شوی چې داسې ښکاري د اسلام اباد او کابل ترمنځ په لوړه کچه هيڅ ډول ارتباطي چينل نشته او له همدې کبله دواړه اړخونه په جدي مسايلو کې د تورونو او د يوه-بل پر خلاف د ګواښنې ښکار دي.

ویل کېږي، چې د وروستيو دوو کلونو پر مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې له دې امله ترينګلې شوي چې طالبان د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې مقابله نه کوي.

په پاکستان کې د وروستيو دوو بريدونو له کبله اسلام اباد د طالبانو سفير احضار کړی او له دې ډلې يې غوښتي چې د پاکستاني طالبانو رهبري دې ونيسي او پاکستان ته دې يې وسپاري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه