کونړ ته له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال د کار روزګار له نشتوالي سر ټکوي

کونړ ولایت ته له پاکستانه تازه را ستنې شوې افغانې کورنۍ د کاري بوختیاوو نشتوالي، اقتصادي ستونزو د زیاتوالي او د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي.

دوی وايي، له پاکستانه له راستنېدو وروسته د بهرنیو مرستندویه ادارو په مرستو یې څو اوونۍ ګوزاره وچلېده، خو د کار روزګار نشتوالي اندیښمن کړي او زیاتوي چې راتلوونکي کې به یې اقتصادي ستونزې لا ډېرې شي.

تازه راستانه شوي له مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې له پاکستانه راستنو شویو سره دې د مرستو ترڅنګ دوی ته د کار روزګار فرصتونه را منځته کړي، ترڅو د خپل ژوند بار پر خپلو اوږو تر منزله ورسوي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی عزت الله چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې له پاکستانه افغانستان په جبري ډول راستون کړی شوی، کمزوري اقتصاد او د کار روزګار نشتوالي له سختو ستونزو سره مخ کړی.

عزت الله وايي، د شخصي کار روزګار او نفقې پیدا کولو لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري او بې روزګارۍ تر دې کچې ځپلی، چې حتی د خپل کور د کرایې ورکولو توان هم نه لري.

نوموړي وویل: «دې ځای ته چې مونږ را اوښتي یو، یوه ـ یوه نیمه میاشت کېږي او د کار درک مو نه دی کتلی، راغلي یو پراته یو، بس دغه دی د کور کرایه هم رانه اخلي او د کار بېخي درک وینم نه، چې زه کار وکړم، یوې رېکشې یا دوکاندارۍ ته زما وس نه کېږي، حتی د کور کرایې ته مې وس نه کېږي، چې زه د کور کرایه غوڅه کړم؛ نو رېکشه یا مثال د خبرې دوکان ته به زما څه وس وشي، چې زه یې واخلم او زه پرې یو پنځه روپۍ پیدا کړم.»

عزت الله چې له پاکستانه تش جېب خپل هېواد ته راستون شوی دلته په هېواد کې د کار روزګار نشتوالي، د لومړنیو خوراکي توکو لوړو بیو او خراب اقتصادي وضعیت له رواني پلوه هم ځپلی دی.

نوموړی پر مرستندویه ادارو او د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې د را ستنو شویو هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ښه والي په موخه دې دوی ته د خوراکي توکو د مرستو ترڅنګ د دایمي کار روزګار زمینه هم برابره کړي، ترڅو خپلې اقتصادي ستونزې په خپله حل او د ژوند کږلېچونه په خپلو ګامونو شاته پرېږدي.

Photo: via Social Media

د عزت الله په څېر سلګونه نور را ستانه شوي، چې په کوزه پښتونخوا کې یې د ژوند چارې برابرې او د خپلې کورنۍ لپاره یې یوه مړۍ حلاله نفقه برابرولی شوه، دلته کونړ ته په راتګ سره د ژوند له سختو ننګونو سره مخ دي.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی شېرجان چې یوه میاشت وړاندې له کوزې پښتونخوا کونړ ته راغلی وايي، که شتمني یې درلودی، نو د ورځني کار بوختیا یې ټولې اقتصادي ستونزې حلولی شوې، خو په خبره یې، چې خپلې سیمې ته په راتګ سره د خوراکي توکو او د خپلې کورنۍ ناروغانو درملنې ته هم اندېښمن دی.

هغه وویل: «زمونږ پیدایښت هم هملته شوی، ما خپله دیاړي کوله، لاس مزدوري مې کوله، هلته مو کار روزګار ښه و، زنده ګي مو روانه وه؛ ځکه چې له ډېره وخته پراته وو، چا دیاړیانې کولې، څوک سبزیو دوکانونو کې مصروف وو، څوک یو شي کې وو، څوک بل شي کې، مطلب لاین داین روان و، دلته خو کار روزګار هم نشته.»

هڅه مو وکړه، چې کونړ کې له پاکستانه د را ستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو او شکایتونو په تړاو کونړ کې د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د یاد ریاست نظر ترلاسه کړو.

پاکستان داسې مهال له دغه هېواده د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پېل کړې، چې له یوه لوري سخت ژمی رسېدلی او له بل لوري د طالبانو په حکومت کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ګراف هم تر بل هر وخت لوړ شوی، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه