د پکتیکا اوسېدونکي: موسېسات رغنيزې پروژې په شفاف ډول نه ترسره کوي

په پکتيکا ولايت کې ډېر شمېر نړيوالې او داخلي موسېسې فعاليت کوي، چې خلکو سره د رغنيزو پروژو، خوراکي توکو، روغتيا او نغدي همکارۍ برخو کې فعاليت کوي، خو په دې وروستيو کې د هغوی پر فعاليتونو د خلکو نيوکې زياتې شوي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د فساد مخنيوي لپاره دې ورباندې څار ډېر کړي.

دوی دغه نيوکې په داسې مهال کوي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسی د دغه ولايت په مرکز او ځينو زلزله ځپلو ولسواليو کې موسېساتو په زيات لګښت يو شمېر پروژې پلي کړې دي.

د پکتيکا د برمل يو اوسېدونکي روح الله اطلاعات روز ته وويل، چې د ناروې کمېټې د زلزله ځپلو لپاره ۴۹۰ له خټو جوړ کورونه په ۴۰ ميليونه جوړ کړي، چې هر يو يې په څه باندې ۸۱ زره امريکايي ډالره جوړ کړی، خو د هغه په خبره چې دا ډول دوه اطاقه کورونه په ۱۵ زره ډالر هم جوړېدلای شي.

نوموړی زياتوي چې ځينې موسېسات له خلکو سره د همکارۍ په نوم فعاليت کوي او هغه پيسې چې ورته ځانګړې شوې وي، نيمايي يې هم مستحقو ته نه رسيږي.

روح الله وويل: «دلته له زلزله ځپلو سره د مرستو په نوم ځينو موسېساتو تجارت شروع کړی، زه يې يو مثال درته وايم د NAC  په نوم يوې موسېسې په ۴۰ ميليونه ډالره ۴۹۰ کورونه جوړ کړل، هر يو کور دوه خام اطاقونه لري، چې ورباندې ۸۱۶۰۰ ډالر مصرف شوی او که دا کور يو څوک په شخصي مصرف جوړوي، نو ۱۵ زره ډالر باندې له دې هم ښه کور جوړولی شي.»

د هغه کورونو نمونه چې په ۸۱ زره ډالر جوړ شوي دي. انځور: پکتیکا کې پیښو ته د رسیدو ریاست

د دغه ولايت اوسېدونکي همدا راز د خوراکي توکو او نغدي مرستو برخه کې هم په توپيري چلند په نيوکې سره وايي، چې ځينې موسېسې او خيريه بنسټونه په شفاف ډول مرستې نه ویشي او زيات وخت خلکو ته د اړيکو په اساس دغه مرستې ویشي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکي حاجي جمشيد وويل، څو ځله يوې موسېسې خلکو ته د نغدي پيسو ويش درلود، خو هغه کسان او کورنۍ چې اړمنې وې د اړيکو پر اساس له نورو کسانو سره دغه مرسته وشوه.  

نوموړي وويل: «دلته حق حقدار ته نه سپارل کيږي، څو ځله ښرنې ښار کې د نغدي پيسو مرسته ويشل کېده، خو هغه کسان چې طالبانو کې يې غړي درلودل او يا يې هم کومه بله واسطه درلوده نو هغوی به يې نيول، نو مونږ غواړو چې مرستې که په هر نوم کېږي بايد په شفاف ډول ووېشل شي.»

د پکتیکا خلک شکایت کوي چې مرستې له هغه چا سره کېږي چې طالبانو سره اړیکې لري. انځور: خواله رسنۍ

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو له دې وړاندې ويلي و، چې ټول موسېسات د دوی تر څار لاندې فعاليت کوي او چاته به د فساد او درغليو اجازه ور نه کړي.

ولايتي ادارې څو ورځې وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دوی پکتيکا کې له هغو موسېساتو سره بار، بار د همغږۍ ناستې کوي چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

پکتیکا کې د خوړو نړيوال پروګرام، د ناروې کمېټه، سره مياشت، CWSA، اسيا کې د ټولنيزو خدمتونو نړيواله موسېسه، بيت الاسلام، FOA او ځينې نورې نړيوالې او داخلي موسېسې شته، چې له خلکو سره په رغنيزو پروژو، روغتيا، مالدارۍ او کرنې برخو کې فعاليتونه ترسره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه