اطلاعات روز: ننګرهار کې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د روښان خصوصي پوهنتون ١٥ محصلین د ملي سرود غږولو له امله د طالبانو استخباراتو ریاست نیولي دي.
د نیول شویو محلصینو د کورنۍ یو غړي د امنیتي ستونزو له امله د نوم نه خپرولو په شرط نن (شنبه، ۲ د مرغومي) وویل، چې طالبانو هغه محصلین نیولي چې څو ورځې وړاندې یې د یاد پوهنتون د استادانو په یوه ستاینغونډه کې ملي سرود غږولی و.
سرچینه زیاتوي، چې د نیول شویو محصلینو له ډلې ٦ محصلین له څو ورځو زنداني کیدو وروسته خوشې شوي او پاتې یې لاهم بندیان دي.
یوه بله سرچینه بیا وایي، چې طالبانو د روښان پوهنتون ځینې نور اداري کارکوونکي نن نیولي او بندیان کړي یې دي.
مونږ د پرلپسې هڅو سره سره ننګرهار کې په دې اړه د طالبانو د استخباراتو ریاست د چارواکو د نظر په اخیستلو سره بریالي نشو.
په ټولنیزو رسنیو کې د یادو محصلینو نیول کیدو غبرګون راپارولي او کاروونکو یې له طالبانو غوښتي چې ملي سرود د افغانانو ملي ارزښت دی او نیول شوي محصلین دې ژر خوشې کړي.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره دې ډلې پر افغانانو د نورو بندیزونو سره سره پر ملي سرود او ملي بیرغ هم بندیز لګولی دی.
اوسمهال د طالبانو په غونډو کې د ملي سرود پر ځای د دوی لخوا ویل شوې ترانې غږول کېږي.
