اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسوولينو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې په سر قومي شخړه پېښه شوې چې يو تن پکې وژل شوی او ۲۰ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې له مخې دا شخړه پرون (چهارشنبه، ۲۹ د ليندۍ) مازيګر مهال د «اکاکهول» او «حسن خېل» قومونو ترمنځ شوې او له حسن خېلو لوري پکې يو تن وژل شوی دی.
طالبانو ويلي چې د دوی پوليس سيمې ته رسېدلي او اوس وضعيت عادي دی.
په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې له مرکزه ځاځي ميدان ولسوالۍ ته په زيات شمېر امبولانسونه ورغلي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بللی دی.
خوست کې ډېر کله دا ډول شخړې چې مرګ ژوبله هم لري د غرونو، ځمکې او اوبو پر سر رامنځته کيږي.
