اطلاعات روز: د سالنګ لویه لار تر بيا رغونې وروسته نن (چهارشنبه، ۲۹ د ليندۍ) د لوړپوړو طالب چارواکو په حضور کې پرانيستل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت سرپرست محمد عيسی ثاني د سالنګ لويي لارې د پرانيستې په مراسمو کې ويلي چې د دې تونل او ګالري رغونه يې ټولو معيارونو ته په پام سره شوې ده.
د طالبانو تر مديريت لاندې ملي ټلويزون له راپور سره سم، د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر ويلي چې دې ډلې په عمل کې خپله ژمنتيا ثابته کړې ده.
ده زياته کړې چې طالبان د سالنګ د دويم تونل د جوړولو پلان هم لري.
عبدالغني برادر زياته کړې چې سالنګ لويه لار نه يوازې شمالي سيمې له مرکز سره نښلوي بلکې له مرکزي اسيا سره د سويلي اسيا په تړلو کې هم اساسي رول لري.
د دې تونل د يوې برخې په شمول د سالنګ د لويي لارې د ۸۰ کيلوميټره لارې جوړولو کار د زمري مياشتې په وروستيو کې پيل شوی و.
طالبانو د دې پروژې لګښت نه دی اعلان کړی.
د دې ډلې د لومړي وزير اقتصادي مرستيال ويلي چې دوی د لويو لارو او سړکونو رغونې ته بشپړ ژمن دي او په دې لړ کې يې د بهرنيانو له مرستې پرته اغېزناک ګامونه اخيستي دي.
سالنګ د افغانستان مصروفه، سخته او يوه ستراتېژيکه لويه لار ګڼل کېږي.
دا لويه لار د افغانستان شمال له جنوب سره وصل کوي.
دا لويه لار څو لسيزې وړاندې جوړه شوې ده او په وروستيو کلونو کې تخريب شوې.
تېر کال په دې تونل کې د اور لګيدنې مرګونې پېښه وشوه چې له کبله يې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول.
