اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د اقتصادي ستونزو او کډوالۍ له کبله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ماشومانو متخصص ډاکټر توحيد الله عزیزي وايي، چې د تیرو شپږو میاشتو په پرتله اوسمهال ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی او دا حالت د اندیښنې وړ بولي.
د نوموړي په خبره د کورنیو اقتصادي ستونزو او د ژوند سختو شرایطو ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کړي دي.
عزیزي زیاته کړه :«ننګرهار کې پر خوارکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی او په شپږو میاشتو کې د شدیدې خوار ځواکو ماشومانو شمیر ۱۸۲۳۹ تنو ته رسیږي، او دغه راز د متوسطې خوار ځواکۍ شمېر ۹۰۷۲۲ دی او د خوار ځواکۍ عمده لامل هم د کافي خوړو نشتون، اقتصادي ستونزې، کډوالي او نور لاملونه دي.»
بل لورته د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي هم په دغه ولایت کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د شمیر زیاتوالي خبره مني، خو وایي چې دغلته پر شدیدې خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یې د یونیسف په مالي مرسته یو مرکز پرانیستی، چې په یو وخت کې کولای شي پر خوارځواکۍ اخته شل ناروغان بستر کړي.
نوموړی زیاتوي، د عامې د روغتيا نړيوال سازمان او د خوړو نړيوال پروګرام په مرسته یې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه د غني شوو شېدو او ويټامين لرونکي بیسکېټو د وېش پروګرام د دغه ولایت په روغتیایې مرکزونو کې پېل کړى دى.
ورته مهال د ننګرهار اوسیدونکي پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ته په کتو د یاد مرکز خدمات کافي نه بولي.
د ننګرهار اوسیدونکی مسعود چې لس کلن ځوی یې پر خوارځواکۍ اخته شوي او د درملنې په موخه یې سیمه ییز روغتون ته را انتقال کړی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله دولتي روغتون ته راغلی، خو دلته هم روغتیایې خدمات څه ډول چې لازمه ده نه ترسره کېږي.
نوموړی پر خوار ځواکۍ د اخته زوی پر لامل نه پوهیږي خو وایي، د غربت له امله نه شي کولی څه ډول چې لازمه ده خپلو لسو اولادونو ته په کافي اندازه خواړه برابر کړي.
د هغه په خبره په دې وروستیو کې یې کورنۍ له دومره فقر او بې وزلۍ سره مخ شوې چې آن ډیره کله یې په مړه ګیډه ډوډۍ نه ده خوړلې.
مسعود زیاته کړه: «زوی مې نهه یا لس کلن به وي چې وزن یې کمیږي او بدن یې کمزوری شوی، دلته مې روغتون ته راوستی خو دلته هم خدمات په نشت حساب دي پر وخت درملنه نه کیږي او دارو درمل هم په شخصي پېسو اخلو، که ما د پېسو وس لرلی نو بیا به مې شخصي ډاکټر نه بیولی وی کار نشته او کورنۍ مې له زیات فقر سره مخ ده.»
بلخوا تازه د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان کې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.
یاد پروګرام له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې چې دې وضعیت ته د بدلون لپاره خپلې مالي مرستې ګړندۍ کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې لاهم له بشري ناورین سره مخ دی.
له دې څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېندو شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې څلور میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې درې میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
