اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د افغانستان د څوکۍ د برخلیک په اړه د دغه سازمان د اعتبار ورکولو د کمیټې پریکړه تایید کړې ده.
د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو کمیټې په خپل راپور کې ويلي، چې تر دې وړاندې يې له بېلابېلو کسانو دوه لیکونه تر لاسه کړي چې خپل ځانونه د ملګرو ملتونو په اته اويايمه غونډه کې ځان د افغانستان استازی معرفي کوي.
له راپور سره سم، لومړی لیک د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۲۵مه په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ د سرپرست له لوري و او «دويم د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري». داسې ښکاري چې د «افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت» څخه يې موخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت دی چې تر اوسه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسميت نه دی پېژندل شوی. دې ډلې سهيل شاهين په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی دی.
په عين حال کې د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو کميټې رييس وړانديز کړی چې د افغانستان او ميانمار د استازو باور ليکونه اوس مهال ځنډول شوي او دا باور ليکونه په راتلونکي کې ځنډول کېږي.
ويل شوي چې دا وړانديز د اعتبار ورکولو په کميټه کې له رايې اچونې پرته تصويب شوی او د ملګرو ملتونو عمومي غونډې هم تېره ورځ په غونډه کې دا تصميم تاييد کړ.
په دې توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق چې د دې هيواد د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوی، د افغانستان د استازي په توګه پر خپل ځای پاتېږي.
تېر کال هم د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو کميټې د افغانستان او ميانمار د څوکيو د برخليک په اړه پرېکړه ځنډولې وه او د دې هيوادونو د پخوانيو حکومتونو استازو د خپلو هيوادونو استازيتوب کاوه.
