د امريکا د استازو مجلس: له افغانستانه د وتلو په تړاو پلټنې دوام لري

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې له افغانستانه د بايډن د حکومت د وتلو په اړه پلټنو کې پرمختګ شوی دی.

د دې کميټې يوه مرستيال واشنګټن اګزمينر رسنۍ ته ويلي، چې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې پلټونکو په تېرو شپږو مياشتو کې د امريکا د حکومت له ۱۵ پخوانيو او اوسنيو چارواکو سره مرکې کړې دي.

د دې مرستيال په وينا، مرکې د مديريت او سرچينو په برخه کې د بهرنيو چارو د وزير له پخواني مرستيال برايان مک کيون، په کابل کې د امريکا د سفارت له پخواني سرپرست راس ويلسون، د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا له پخواني استازي زلمي خليلزاد، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له پخواني وياند او اوسني مشاور نيډ پرايس او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له رييس دفترې سوزي جورج سره شوې دي.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو له کميټې دې سرچينې ويلي: «زه وايم تر اوسه چې مو څه موندلي هغه دادي چې دا پېښه د وړاندوينې وړ وه. پوهېږئ چې د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې د بايډن د حکومت تر راتګ وروسته د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو ځان ناګهانه واچاوه. زه يوازې هغه څه وايم چې د افغانستان له امنيت سره په اړيکه کې د کابل محور تګلارې په وسيله راښکاره شوي او همدا راز د افغانستان په ډېری برخو کې د طالبانو د چټکو پرمختګونو له کبله څرګند و.»

دې مرستيال سپينه ماڼۍ په مرکو کې په خنډ پيدا کولو تورنه کړې او زياته کړې يې ده، چې د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو مياشتو کې په ډېری اسنادو او مرکو کې همکاري کړې، خو د پلټنو په پېل کې يې همکاري نه کوله.

د سرچينې په وينا، په دې لړ کې د څو موضوعاتو په اړه پلټڼې په کار دي لکه د ۲۰۲۱ کال تر می مياشتې پورې د وتلو لپاره د دوحې توافق ته د بايډن د حکومت ژمنتيا، د کابل د هوايي ډګر د ساتنې لپاره د باګرام اډې سپارل او د تخليې د عملياتو په اړه پرېکړې.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال هم ويلي: «د بايډن حکومت له امريکايانو غواړي چې له افغانستانه خپله بې نظمه وتنه هيره کړي، همدې شي په ټوله نړۍ کې زموږ دښمنان زړور کړل، زموږ شريکان او متحدين يې تر شا پرېښودل او د ۱۳ زړورو امريکايي سرتېرو ژوند يې واخيست.»

مک کال ویلي، چې د ده کميټه اجازه نه ورکوي چې داسې څه وشي.

ده زياته کړې: «موږ به د لازمو اطلاعاتو د تر لاسه کولو لپاره هر هر هغه کار وکړو چې اړتيا يې وي، تر څو د دې ويرجنې ماتې مسوولين د خپلو کړو ځواب ووايي او دا ډاډ تر لاسه شي چې داسې پېښه به بيا هيڅکله نه کېږي.»

له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته د دې هيواد دولت چې د متحده ايالاتو او متحدينو له خوا يې ملاتړ کېده، د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په لاس نسکور شو.

امريکا د ۲۰۲۱ کال پر مهال هغه وخت چې کابل طالبانو نيولی و د خپلو وګړو او متحدينو ايستل پېل کړل، د تخليې دا عمليات له ګډوډۍ سره مخ و او د داعش له لوري ځانمرګی بريد هم پرې وشو. په دې بريد کې د افغانستان په لسګونو وګړي چې له هيواده د وتلو په لټه کې وو او ۱۳ امريکايي نظاميان ووژل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه