اطلاعات روز: ارزګان کې سږکال له پوهنتونه تازه فارغ شوي محصلین په حکومتي کچه د کار نشتون اندیښن کړي او وایي، چې د طالبانو حکومت دې ورته د کار زمینه برابره کړي.
د دې ولایت د لوړو زده کړو له موسېسې نن (شنبه، ۲۵ د لیندۍ) د یوې فراغت غونډې پر مهال نږدې ۲۰۰ محصلین د لیسانس په کچه فارغ او د ښوونې او روزنې او د کرنې له پوهنځیو څخه یې خپل باور لیکونه ترلاسه کړل.
د دغه محصلینو له ډلې زبیر احمد وويل، چې دوی په ډيرو سختو شرايطو کې لوړې زده کړې کړي او دولت ته په کار ده چې اوس د دوی لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.
ورته مهال د محمدکريم په نوم يو بل تازه فارغه شوی ځوان بیا د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې تر شپږم ټولګي پورته دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.
دغه راز د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې لپاره د طالبانو ريیس رحمت الله رحماني تازه فارغ شوو محصلينو ته وويل، چې تر دې وروسته یې دروند مسوولین ور ترغاړې دی او په وطنۍ مینه دې خپل هیواد ته کار وکړي.
بلخوا د فراغت په يادو مراسمو کې د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو مرستيال والي ملا باريګل اخوند له فارغ شویو محصلینو سره ژمنه وکړه چې کاري فرصتونه به ورته برابروي.
هغه وویل، چې د کاري فرصتونو برخه کې محصلینو شته اندیښنې به د خپل مشرتابه تر دفتره ورسوي.
د ارزګان ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم وخت ناوخت له پوهنتونونو فارغ شوي ځوانان د کاري زمينو له نه برابريدو شکايت کوي.
