یوناما: د تېرو دریو مياشتو پر مهال په بريدونو او چاودنو کې ۶۵ کسان وژل شوي

اطلاعات روز: امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش په خپل وروستي ربع وار راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د دې دورې پر مهال د ۶۵ تنو وژل کېدل او د ۱۲۵ نورو ژوبلېدل ثبت کړي دي.

دا راپور د سپټمبر له ۱۸مې څخه بيا د ډسمبر تر لومړيو پورې وخت په بر کې نيسي.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لاملونه ناچاوده توکي او په قصدي ډول د لاس جوړو چاودېدونکو موادو په وسيله بريدونه دي.

ويل شوي چې یوناما د دې راپور په اوږدو کې لږ تر لږه د ۶۵ تنو ملکي وګړو وژل کېدل او د ۱۲۵ نورو ژوبلېدل ثبت کړي دي. په وژل شويو کې ۲۶ ماشومان هم شامل دي.

د يوناما له راپور سره سم، ډیری ماشومان د ناچاوده توکو له امله ژوبل او وژل شوي دي.

همدا راز په کابل او بغلان کې پر شيعه ګانو په بريدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ژوبل شوي دي. د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی و.

د يوناما په راپور کې د هرات په هزاره مېشتې سيمه کې دوو وسله والو بريدونو ته اشاره نه ده شوې چې څلور شعيه روحانيون او څلور نور په کې ووژل شول. د دې بريد مسووليت هيڅ ډلې نه دی منلی.

د نظاميانو او پخوانيو چارواکو غير قضايي وژنې

امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي، چې يوناما د دریو وروستيو مياشتو پر مهال لږ تر لږه د غير قانوني وژنو ۱۰ پېښې، د خپلسرو نيونو ۲۱ مورده او د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو د شکنجې اته مورده مستند کړي دي.

همدا راز يوناما د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» او داعش سره د تړاو په تور د څلورو غير قضايي وژنو پېښې، د ۷۹ خپلسرو نيونو او د شکنجې او بد چلند ۱۵ مورده  ثبت کړي دي.

دې دفتر ويلي، چې په اګست مياشت کې د پخوانيو نظاميانو او چارواکو په تړاو د بشري حقونو د نقض د راپور تر خپرولو وروسته د طالبانو د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي، چې عمومي بښنې ته په پام د انتقام اخيستنې هر ډول اقدام جرم ګڼل کېږي او عاملين به يې تعقيبېږي.

واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته د دې ډلې مشر عمومي بښنه اعلان کړه چې پخواني چارواکي او نظاميان هم په کې شاملېږي، خو د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو دوو کلونو کې په ځلونو پخواني نظاميان نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه