اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د اېډز (HIV) ناروغۍ پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې یو کس مړ او ۲۷۷ نور پر دغې خطرناکې ناروغۍ اخته شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مخنیوي او پېښو ته د غبرګون ولایتي مسوول ډاکټر عبدالرشید وفا نن (پنج شنبه، ۲۳ د لیندۍ) وویل، چې په دغو ناروغانو کې ۱۷۴ تنه نارینه او ۱۰۳ یې ښځې دي.
د هغه په خبره، یو بل کس چې پر یادې ناروغۍ اخته و، څه موده وړاندې یې خپل ژوند بایللی دی.
نوموړي په ننګرهار کې د تېرو کلونو شمېرې نه دي شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اېډز ناروغۍ پر ضد د مبارزې نړۍ واله ورځ ونمانځل شوه، چې خلکو ته په کې له یادې ناروغۍ د ځان ژغورنې سپارښتنې شوې دي.
