ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له اووه زره او ۶۳۶ اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې

انځور: د رسنیو دفتر

اطلاعات روز: لغمان کې د رسنیو له ولايتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست له شپږ زره او ۶۹۹ اړمنو کورنیو سره د ٧٩ میلیونه او ٧٧٣ زره افغانیو نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دا خبرپاڼه چې نن (چهارشنبه، ٢٢ د لېندۍ) خپره شوې، پکې راغلي چې په دې کورنيو کې له درو زرو او ۴۱۸ کورنیو سره نغدي او له يو زر او ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده. د خبرپاڼې په وينا، له پاتې کورنيو سره په ګڼو نورو برخو کې مرستې شوې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې دا مرستې پر هغو کورنیو ویشل شوې دي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په پیل کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.

همدا راز، د ننګرهار د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره ورځ د کډوالو چارو او معلولینو ریاستونو په هڅو IOM موسسې او د معلولینو لپاره بشري خیریه موسسې پر ٩٣٧ کونډو، معلولینو او کډوالو مرستې وېشلې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له هرې کډوالې کورنۍ سره د ديارلس زره او ۸۰۰ افغانیو نغدي او د يوه هايجن او د ژمنيو توکو د یوه کيټ مرسته شوې. همدا راز، هرې کونډې، بیوزلې او معلولې کورنۍ ته دوولس زره او۵۸۵ افغانۍ نغدې ورکړل شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه