اطلاعات روز: په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د افغانستان د ښځو په اړه په خپل ربع وار راپور کې ويلي، چې د دې هيواد ښځې د وضعيت د ښه والي په موخه پر طالبانو د نړيوالې ټولنې د فشار غوښتونکې دي.
له دې راپور سره سم چې پرون (سېشنبه، ۲۱ د ليندۍ) خپور شوی، د افغانستان ښځو پکې له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې مرستې دې د ښځو د وضعيت له ښه والي او د دوی او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د فرصت تر رامنځته کېدو پورې مشروطې کړي دي.
د يوناما په راپور کې راغلي چې ډېری ښځو د دې غوښتنې ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې په تصميمونو کې د دوی د شريکولو لپاره همدا يوازينۍ لاره ده.
يوناما ويلي، چې دا راپور په ۳۳ ولايتونو کې له ۴۶۲ ښځو سره د حضوري او پر ليکه مشورو او نظر پوښتنو پر اساس چمتو شوی دی.
د يوناما د راپور په وينا، ښځو ويلي چې د طالبانو اوسنيو بنديزونو او چلندونو ته په پام، ملګري ملتونه او نړيوال استازي چې اوس مهال په محلي سطح کار کوي، ښه فرصت لري تر څو له طالبانو سره د بنديزونو د لېرې کولو په تړاو مستقيمې خبرې وکړي.
ځينو ښځو وړانديز کړی چې قبايلي او مذهبي نارينه رهبران دې د دوی په ملاتړ خبرې وکړي او دا رهبران دې له طالبانو سره په خبرو کې د استدلال کولو لپاره ګډون وکړي.
همدا راز ښځو له نړيوالو لوبغاړو غوښتي چې د ښځو د فقر او رواني روغتيا په ګډون دې د هغوی د اقتصادي پياوړتيا ملاتړ وکړي.
د يوناما په راپور کې راغلي، چې ښځې د نجونو او ښځو ترمنځ د زياتېدونکي رواني کړکېچ په ګډون پراخو مسايلو ته د رسيدګۍ لپاره زده کړو او بوختيا ته لاسرسی مهم بولي.
همدا راز د دې ښځو په وينا، ژر ودونه، د ماشومانو کار، کورنی تاوتريخوالی او غير قانوني کډوالي له فقر او د نجونو د زده کړو له پرېښودلو سره تړلې پايلې دي.
ښځو زده کړې او کار د دوی د حقونو په ورکړه او تصميم نيونې ته د ښځو په لاسرسي کې مهم ګڼلي دي.
د يوناما د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې د ښځو نظرپوښتنې ښيي چې د هغوی رواني روغتيا ډېره کمزورې ده، د هغوی ۷۶ سلنه خپله رواني روغتيا «ډېره بده» او يا هم «بده» ارزوي.
د يوناما په وينا، د خپګان او بې خوبۍ په څېر رواني اختلالات د دې لامل کېږي چې ښځې او نجونې د ستړيا، اشتها نه لرلو او سر دردۍ په څېر جسماني ستونزو سره مخ شي.
د طالبانو د دې دوه کلنې واکمنۍ پرمهال د ښځو او نجونو د ځان وژنې ګڼ راپورونه ورکول کېږي چې يو لامل يې رواني ستونزې بلل کېږي.
يوناما وايي، چې طالبانو د ښځو د اساسي حقونو او ازاديو د محدودولو په موخه ۷۰ فرمانونه او لارښودونه ورکړي دي.
