اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې دوو ځايي سوداګرو په خپل شخصي لګښت نجونو او هلکانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه کړه.
دا ودانۍ د مټاخان ولسوالۍ اړوند په «ابراهيم» نومې سيمه کې موقعيت لري او نن (دوشنبه، ۲۰ د ليندۍ) تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
پر دې ښوونځي د شوي لګښت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د «قدرت الله» او «هدايت الله» په نوم دوو کسانو يې مالي لګښت منلی و.
د سيمې اوسېدونکو ويلي چې تر دې وړاندې د نجونو په ګډون لسګونو زده کوونکو د ښوونځي د ودانۍ د نشتوالي له امله په سختو شرايطو کې زده کړې کولې.
پکتيکا يو له پراخو مساحت لرونکو ولايتونو څخه دی او په لرې پرتو سيمو کې يې ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
