له ۸۰۰ ډېرې ورځې وشوې، چې هیواد کې د نجونو پرمخ له اووم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د طالبانو له خوا تړل شوي او د ټولنې نیمایي قشر له زده کړو محروم دی.
دا چې تازه په سړو ولایتونو کې کلنۍ ازموینې پای ته ورسېدې، په لوګر کې له شپږم ټولګي تازه فارغې شوې نجونې د طالبانو له حکومتي مشرانو غوښتنه کوي چې دوی ته دې له اووم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ورکړي.
دوی دا غوښتنې داسې مهال کوي چې درې ورځې وړاندې کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل غندلي او دا یې له افغان ولس سره لویه جفا بللې ده.
په مرکز پل عالم کې د بې بي آمنې لېسې زده کوونکې چې سږکال یې د شپږم ټولګي ازموینې پای ته ورسېدې د پاتې زده کړو د دوام لپاره د طالبانو له مشرانو غوښتنه کوي چې د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره دې دوی ته د پاتې زده کړو اجازه هم ورکړي.
له دغې لېسې تازه یوې فارغې زده کوونکې چې په مستعار نوم یې ځان انیسه معرفي کاوه، له شپږم ټولګي په ښو نمرو فارغه شوې خو وايي، د خوښي احساس ځکه نه کوي چې نور ورته د زده کړلو کولو حق نه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي چې هېله یې درلوده، تر څو په راتلونکي کې روغتیاپاله شي، تر څو خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، خو که د زده کړو اجازه ورنکړل شي نو دې هیلې ته نه شي رسېدلی.
نوموړې داسې وویل: «مونږ سږ کال له شپږم صنف څخه خلاصې شوو، زه ډېره خپه یم ځکه کال ته به مونږ ښوونځي ته نه شو راتلی او ما دا غوښتل چې زه به ډاکټره کېږم او خپل وطن ته به خدمت کوم، زما له طالبانو دا غوښتنه ده چې مونږ ته له شپږم ټولګې پورته هم د درس ویلو اجازه راکړي، تر څو زه او زما همځولې خپلو هیلو ته ورسېږو.»

د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې هم نجونې اندېښمنې دي او وایي، چې نور دوی ته د پاتې زده کړو حق نه ورکول کیږي. د حسن ښوونځي زده کوونکې روقیه وايي، سږ کال یې په ارامه فضاء کې زده کړې ترسره کړې، خو غوښتنه کوي چې د پاتې زده کړو لپاره دې هم پر دوی رحم وشي.
هغې وویل: «پخوا به جنګونه و، نو مونږ به په وېره کې مکتب ته ورتلو، سږکال جنګ نه و او په ښه ډول مونږ ښوونځي ته راتلو، خو دا چې اوس مونږ امتحانونه خلاص شول نو اندېښمنه یم چې طالبان به څه وخت جنکیانو ته اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته ټولګي هم خلاص کړي.»
د لوګر ولایت د یو دولتي ښوونځي پخوانی ښوونکی حاجي نیک محمد د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو تړل کېدل د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ بولي او وايي، که ښځو ته د تعلیم اجازه نه وي، نو نیمه ټولنه به په تیاره کې ژوند کوي او په وینا یې چې څو کاله وروسته به د ښځینه ډاکټرانو له نشتون سره مخ شو.
نوموړی په طالبانو غږ کوي، چې په اسلامي او افغاني کلتور چوکاټ کې دې ټول شرایط دوی ته برابر کړي، تر څو ښځینه قشر هم وکولای شي، چې زده کړې وکړي.
نیک محمد داسې وویل: «د ښځو تعلیم په اسلام کې راغلی چې فرض دی، نو بیا ولې انسانان راپورته کېږي او مخه یې نیسي، که شرایط خراب وي خو شرایط دې ورته برابر کړي کنه، که هغه له اسلام نظره وي یا هم د افغاني کلتور له نظره، زه دې ته اندېښمن یم چې څو کاله به مونږ ښځینه ډاکټرې و نه لرو، بیا نو مجبوره یو چې خپلې ښځې نارینه ډاکټرو ته یوسو.»
په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې تل د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین له دې امله د نجونو ښوونځیو د خلاصون او نه خلاصون په اړه له نظر ورکولو ډډه کوي، چې دا موضوع له خپل صلاحیته پورته او د خپلو مشرانو کار بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي چې تل یې په خپلو ویناوو کې د نجونو په تعلیم ټینګار کړی، درې ورځې وړاندې یې په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو په چارو وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصېدو غوښتنه وکړه.
ستانکزي زیاته کړې چې له زده کړو سره شخصي مخالفت له ملت سره جفا او ښکاره ظلم دی او د زده کړو پرمخ یې د نجونو لپاره د دروازو د پرانیستو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: «که کوم کسان د خپلو شخصي خواهشاتو په خاطر یا د نورو اهدافو لپاره د زده کړو مخالفت کوي، نو زه فکر کوم چې دا له ولس سره لویه جفا او له خپل وطن سره لویه جفا ده، که څوک ورته دلایل لري نو را و دې وځي او ولس ته دې وړاندې کړي.»
لوګر کې دا مهال په ۲۷۶ ښوونځیو کې د نجونو په ګډون زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې سږکال په کلنیو ازموینو کې ۱۶۱ زره زده کوونکو ګډون کړی وو.
