اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو پولیس وایي چې د دې ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې حقوقي موضوع پر سر په نښته کې یوه مېرمن وژل شوې.
د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن (شنبه، ۱۸ د ليندۍ) له غرمې وړاندې د کانتیوا ولسوالۍ په «بګروپټي» سیمه کې را منځته شوې.
خبرباڼه کې راغلي چې دا نښته د یوې حقوقي موضوع له امله را منځته شوې او د «حبیب الله» په نوم یوه ځایي اوسېدونکي او نورو ملګرو یې پر مقابل لوري ډزې کړي چې په ترڅ کې يې یوه مېرمن وژل شوې.
د طالبانو په وينا، د دې ميرمنې قاتل حبیب الله او څلور ملګري یې د طالبانو پولیسو نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
نورستان کې وخت ناوخته د حقوقي موضوعاتو، ځمکې او نورو کورنيو لانجو له وجې نښتې پېښېږي او مرګ ژوبله اړوي.
