اطلاعات روز: ننګرهار کې د سپین غر په کچه د ١٦ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ د شل اوریزه کرکټ سیالیو اتلولي ننګرهار «ب» لوبډلې وګټله.
په دغه ولایت کې د کرکټ بورډ ادارې څخه نن (پنج شنبه، ١٦ د لېندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند د ۲۰۲۳ کال د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ پېل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادو سیالیو په پایلوبه کې لومړی د ننګرهار «الف» لوبډلې ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې یې د ننکرهار «ب» لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۵۵ منډې وکړې او پایلوبه سره برابره شوه، چې په سوپر اور کې د ننګرهار «ب» لوبډلې د ننګرهار «الف» لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو لوبو اتلولي یې خپله کړه.
خبرپاڼه زیاتوي، یادې سیالۍ د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي ترسره شوې او یوه اوونۍ یې دوام وکړ، چې د دغه زون پنځه لوبډلې ننګرهار الف، کنړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ب له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو منتخبې لوبډلې پکې ګډون درلود.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو سیالیو کې ځلیدونکي لوبغاړي به د سپین غر زون تر ۱۶ کلنو د کم عمر منتخبې لوبډلې ته غوره شي.
