اطلاعات روز: د «ولسواک افغانستان لپاره د ويانا کانفرانس» په نوم د غونډې ګډونوالو د دې ناستې په وروستۍ اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې «د افغانستان د اوسني وضعيت د بدلون په موخه دې د يوې ملي برنامې د جوړولو او تطبيقولو لپاره د سياسي بهير په تسهيل کې» فعال رول ولوبوي.
دا اعلاميه چې پرون (سېشنبه، ۱۴ د ليندۍ) خپره شوې، په کې راغلي چې د دې غونډې ګډونوال د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو پر «مرکزي رول» ټينګار کوي.
د دې غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ازادۍ، سولې، ثبات، ډيموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون د حاکميت د تأمين او همدا راز په افغانستان کې د بشرپالو مرستو د عادلانه وېش او دوام په اړه عملي اقدامات وکړي.
دوی زياته کړې، چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې «د سياسي ستونزې حل او د دولت دارۍ مشروعيت» خپل لومړيتوب وګڼي، له طالبانو سره تعامل دې په دې لړ کې د پرمختګ په تړاو مشروطې کړي او پر طالبانو د امنيت شورا د لګول شويو بنديزونو څار دې زيات کړي.
د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ګډونوالو همدا راز د ملګرو ملتونو، نړيوالې جنايي محکمې او په دې لړ کې د فعالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښو ته د رسيدګۍ او د هغو د ثبت غوښتنه کړې.
همدا راز د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي چې د دې غونډې ګډونوالو له شته کړکېچ څخه د وتلو او د افغانستان په ننني وضعيت کې د مثبت او چټک بدلون لپاره يوه «نقشه» تياره کړې او په دې تړاو د نړيوال ملاتړ او ورسره د افغانستان د سياسي شخصيتونو د يو ځای کېدو غوښتونکي دي.
په دې اعلاميه کې د دې نقشې په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی او نه يې هم تر اوسه جزييات علني شوي دي.
همدا راز په اعلاميه کې راغلي چې ګډونوال د تروريستي ډلو د فعاليت زياتېدو ته په پام، د سيمې او نړۍ له هيوادونو غواړي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او د نړيوالو کنوانسيونونو د پرېکړهليکونو پر اساس دې د تروريزم له ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره هڅې همغږې کړي.
همدارنګه دوی په دې اعلاميه کې د افغانستان د ښځو له مبارزې څخه د اسلامي هيوادونو او د اسلامي همکاريو د سازمان د ملاتړ غوښتونکي شوي او «له اسلام څخه د طالبانو د ناسم تعبير» پر وړاندې يې د هغوی د «مشخص دريځ» غوښتنه کړې.
د دې غونډې ګډونوالو ويلي، چې ډيموکراټيک اصول، بشري حقونه او ملي وحدت په افغانستان کې «د يوه ولسواک سياسي نظام بنسټونه» ګڼي او د خپل برخليک د ټاکلو او له ځانه د دفاع په موخه د افغانستان د خلکو د مقاومت ملاتړ کوي.
د ويانا درېيمه غونډه چې د «ولسواک افغانستان لپاره د ويانا کانفرانس» په نوم د اتريش په ويانا ښار کې جوړه شوې وه، د روانې اونۍ د يکشنبې په ورځ پېل او پرون د وروستۍ اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
دا غونډه د اتريش د نړيوالو چارو د انسټيټيوټ په کوربتوب او د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د مشر احمد مسعود او همدا راز د پارلمان د يو شمېر پخوانيو غړو او سياسي او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.
تېر ميلادي کال هم د اتريش د نړيوالو چارو انسټيټيوټ د افغانستان په اړه د دوو ورته غونډو کوربتوب کړی و.
