د ملګرو ملتونو د پرمختيايي سازمان استازی: افغانستان د يوه اقليمي ناورين پر ژۍ ولاړ دی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام استازي اسټفن رودريکز وايي، چې دا هيواد د يوه اقليمي ناورين پر ژۍ ولاړ دی.

نوموړي دا څرګندونې په آسيا او اقيانوسيه کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي دفتر پر ويبپاڼه په خپرې شوې مقالې کې کړې دي.

اسټيفن د خپلې مقالې په عنوان کې ليکلي: «افغانستان د يوه اقليمي ناورين پر ژۍ ولاړ دی، موږ بايد ژر اقدام وکړو.»

ده ويلي، چې د افغانستان په ميليونونو وګړي د وچکالۍ، سيلابونو، سختې ګرمۍ او د ځمکې د ويجاړۍ له ګواښونو سره مخ دي، د نوموړي په وينا دې ګواښونو پر معيشت، غذايي امنيت او رفاه اغېز کړی دی.

رودریکز ليکلي: «له همدې کبله موږ باید سر له اوسه د انعطاف پذيرې اب او هوا په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د وګړو او ځمکنۍ سيارې د راتلونکې د تضمينولو لپاره اقدام وکړو.»

د ده په وينا، افغانستان د ۲۰۲۳ کال پر مهال د اقليمي بدلونونو پر وړاندې د ډېرو متضررو هيوادونو په کتار کې شپږم او له طبيعي افتونو سره د مخ هيوادونو په لړ کې څلورم و.

اسټفن رودریکز زياته کړې، چې له ۱۹۵۰ کال راهيسې تر اوسه د افغانستان هوا ۱.۸ سانټي ګراډه ګرمه شوې او له نړيوال معيار څخه لوړه شوې.

ده ليکلي: «د ګرمۍ دې بدلون کښت او د کرنې د ارزښت ځنځير – د دې هيواد اقتصادي ملا تير – زيانمن کړی او د جګړو، فقر او پاشل کېدو اثرات يې تشديد کړي دي.»

د ملګرو ملتونو دې مقام زياته کړې چې تر ټولو غریب او متضرر وګړي تر ټولو ډېر د اقليمي بدلون له بحران څخه زيانمن کېږي.

د ده په وينا، د افغانستان د پېچلو ننګونو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې پر دې ټينګار کوي چې وچکالي، سيلابونه، د ځمکې ويجاړي او د کرنې د ګټې کمېدل تر ټولو قوي ګواښونه دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، د افغانستان تر ۸۰ سلنې زيات نفوس د خپل ژوند د مخته وړلو لپاره پر طبيعي سرچينو متکي دي. له دې سره-سره، د هيواد يوازې ۱۲ سلنه ځمکه د کښت وړ ده او اوسمهال يوازې شپږ سلنه کرل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام رييس زياته کړې، چې اقليمي بدلونونه اوبو، خاورې او کرنيزو محصولاتو ته د لاسرسي د کمېدو او د هغوی د کيفيت د خرابېدو لپاره ګواښ دي او دميليونونو وګړو ژوند له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ کوي.

افغانستان اوس مهال له اقليمي بدلونونو اغېزمن هيواد دی، خو د دې اغېزو په رامنځته کولو کې ډېر کم مسووليت لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې که څه هم افغانستان له اقليمي بدلونونو زيات اغېزمن شوی، خو د نړۍ يوازې ۰.۰۸ شين کوريز غازونه توليدوي.

اوچا ويلي، چې موږ بايد د اقليمي بدلونونو پر وړاندې د «عادلانه حللارو» لپاره يو موټي شو او د هغو هيوادونو ملاتړ وکړو چې له دې بدلونو د زيانمنېدو په لومړۍ کرښه کې دي.

دا په داسې حال کې چې اوسمهال د «کوپ ۲۸ » په نوم د ملګرو ملتونو اقليمي کانفرانس د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دوام لري.

په دې کانفرانس کې يو مهم بحث د شين کوريزو غازونو کمول دي.

د طالبانو د نه مشروعيت له کبله افغانستان په دې کانفرانس کې هيڅ استازی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه