د اروپايي ټولنې استازو تورخم کې له پاکستانه د را ایستل شویو افغان کډوالو سره کتلي دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د اروپايي ټولنې استازو په تورخم کې د افغان کډوالو په پنډ غالي کې له کډوالو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (سې شنبه، ۱۴ د لېندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپایي ټولنې استازو تېره ورځ تورخم ته سفر کړی او هلته یې د بېلابېلو کمېټو له مسوولینو سره د یاد کمپ د اړتیاوو پوره کولو په اړه ناسته کړې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې استازو له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې استازو دغه راز ویلي، چې ۱۴۳ ميلونه يورو نوې بوديجه يې د افغانستان  کډوالو او هرات د زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې، چي ډېر ژر به د بشري مرسته کوونکو ادارو له لوري ورسيږي.

ننګرهار کې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې اوسمهال په تورخم کمپ کې د کډوالو لپاره تر ۶۰۰ پورې خیمې درول شوي، چې د لنډمهال لپاره په کې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغان کډوال اوسېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د نوامبر میاشتې له پېل تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۴۵۰ زره افغانان رایستل شوي او دا  لړۍ لاهم دوام لري.

په همدې حال کې تازه د امريکا بهرنيو چارو مرستیال وزيرې اسلام آباد ته خپل څلور ورځنی سفر پېل کړی دی.

جوليېټا والز نویېس په داسې حال پاکستان ته سفر کوي، چې د دغه هیواد د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول زیات شوي او پر کډوالو یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه