اروپايي اتحاديه په افغانستان کې ۴۰۰ ښوونځي بيا رغوي

عکس: ارسالی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د استازولۍ سرپرستې رافائیلا ادیس ويلي چې دوی د افغانستان په پلازمېنه او ولايتونو کې ۴۰۰ ښوونځي بيا رغوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د اعلاميې پر اساس، اغلې ادیس پرون (يکشنبه، ۱۲ د ليندۍ) د دې وزارت له سرپرست حبيب الله اغا سره په ليدنه کې ويلي چې د دې ښوونځيو د بيا رغونې بودجه به ډېر ژر يوه همکار بنسټ ته ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د استازولۍ د سرپرست په وينا ليکلي چې دوی همدا راز له زده کړو د پاتې ماشومانو لپاره په ټول افغانستان کې محلي ټولګي (سي بي ايس) زياتوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په اعلاميه کې د اغلې اديس له خولې ويل شوي چې له افغانستان سره د اروپايي اتحاديې مرستې مشروطې نه دي.

اروپايي اتحاديې په تازه توګه ويلي چې له افغانستان سره يې د اساسي خدماتو او خلګو د معيشت پياوړي کولو لپاره له افغانستان سره ۱۴۲.۸ ميليون يورو مرسته کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت له اعلاميې سره سم، د اروپايي استازولۍ سرپرست ويلي چې دا مرستې د پوهنې برخې ته هم شاملېږي.

د افغانستان په ولايتونو او ليرې پرتو سيمو کې ګڼ ښوونځي ودانۍ او درسي خونې نه لري او زده کوونکي په خلاصه فضا يا هم په خېمو کې درس وايي.

د دې ښوونځيو ودانۍ په داسې مهال کې رغېږي چې د طالبانو له امر سره سم، تر شپږم ټولګي لوړې نجونې له تېرو دوو کلونو راهيسې ښوونځي ته له تللو منعه شوې دي. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د طالبانو د دې امر له وجې تر ۱.۲ ميليون زياتې نجونې په منځنۍ او ليسې دورو کې له زده کړو پاتې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه