نن دوشنبه (۱۳ د لیندۍ) د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا د وژل کېدو له څلورم تلین سره برابره ده. ناکامورا په ننګرهار کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې لوی کانالونه، سربندونه او نورې زراعتي او اقتصادي پروژې پلې کړې دي.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسیدونکی ملک غلام محمد، ناکامورا د آبادۍ اتل یادوي او وایي، یوازینی کس چې د افغانستان د ودانولو فکر یې درلود ناکامورا و.
د نوموړي په خبره ډاکټر ناکامورا د ننګرهار په خېوې یا کوز کونړ، کامې، بهسود، دره نور، کوټ او ځینو نورو سیمو کې د شاوخوا لسو سربندونو او دوو لویو ویالو په جوړولو سره نږدې دېرش زره هکټاره ځمکه اوبهییزه کړې ده.

د هغه په خبره ناکامورا غوښتل افغانان پر ځان بسیا او د نورو له احتیاجۍ خلاص کړي، خو دښمنانو یې دا ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل.
ملک غلام محمد زیاتوي: «ډاکتر ناکامورا هغه څوک و، چې د افغانانو لپاره یې ډیر بنسټیز کار کړی او دا پروژې به یې د افغانانو تر نسلونو پاتې وي هغه داسې یو کس و، چې د افغانانو ستونزې ښې درک کولې او غوښتل یې چې نور دا ولس پر ځان بسیا شي.»
د خېوې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی شیراغا هم د ناکامورا مړینه د ابادۍ په برخه کې لویه ضایع بولي.

د نوموړي په وینا ناکامورا خلکو له ډیرې مېنې په کاکا مراد مشهور کړی و او هغه د افغانستان په ختیځ په تېره ننګرهار کې شاوخوا شل کاله د ولس خدمت کړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د هغه له مهمو پروژو په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰ څاګانو کېندل، د مروارید کانال بشپړول چې ګمبیري دښته کې یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه کړه او همدا راز یې په یاده دښته کې اوه سوه زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنولي دي.

شیر آغا وویل: «ناکامورا د ننګرهار د اوسیدونکو او خاص ډول د کامې، خېوې، دره نوره، بهسودو او ګڼ نورو ولسوالیو لپاره ډیر خدمت کړی او داسې پروژې یې د اوبو رسولو په برخه کې بشپړې کړي چې زمونږ نسلونه به هم ورته دعا کوي؛ هغه سره چې کله مونږ د ګمبیري دښته کې کار کاوه نو وخت به پوره شو، بیا به یې ویل یو ساعت مفت کار وکړئ د خپل وطن لپاره هغه د افغانانو سره ډیره مینه درلوده او مونږ باندې هم ګران و.»
د ننګرهار اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې د ناکامورا قاتلین دې ونیسي او د عام ولس پر وړاندې دې ورته سزا ورکړي.
ډاکټر تیتسو ناکامورا ته د پخواني جمهور رییس محمد اشرف غني د خپلو کارونو د قدردانۍ له امله افتخاري افغانی تابعیت هم ورکړی و.
که هم د تیر جمهوری حکومت پر مهال به هرکال د نامورا د یاد په موخه غونډه جوړیده، خو طالبانو تر اوسه په ننګرهار کې د هغه یاد په خاطر غونډه نه ده جوړه کړې.
خو یو کال وړاندې ننګرهار کې طالبانو د ناکامورا له وژل کېدو وروسته د جلال اباد ښار اړوند بهسودو پل ته څیرمه د ښاروالۍ له لوري د ناکامورا په نوم یو یادګاري څلی جوړ کړی او همداراز په خوست ولایت کې یو واټ هم د ده په نوم شوی دی.

د ناکامورا په وژنه له کلونو ورورسته لاهم ټول افغانان خپه دي او د نوموړي وژل د هېواد او خلکو لپاره لویه تشه یادوي.
د نوموړي د وژلو څلور کاله اوړي، خو د افغانستان په ختیځه برخه ننګرهار کې یې اوس هم د اوبو د مدریت په برخه کې کړې هڅې او خدمتونه د هغه یاد ژوندی ساتلی او خواله رسنیو کې یې پر تلین ګڼو خلکو غبرګونونه ښودلي دي.
افغانان د ناکامورا د قاتلینو له نیول کیدو سربیره د ناکامورا د نیمګړو کارونو پر بشپړولو ټینګار کوي.
په همدې حال ننګرهار کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریاست چارواکو ویلي، چې د ناکامورا پاتې ډیرې نیمګړې پروژې بشپړې شوي او په یو شمیر هغه پروژو یې لا کار روان دی چې هغه یې د پلي کیدو پلان درلود.

جاپانی ډاکټر ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور و، د ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت په څلورمه نېټه جلال اباد ښار کې د پنځو ساتونکو سره یوځای د نامعلومو وسله والو له لوري په داسې حال کې ووژل شو چې د یوې پروژې د څارنې لپاره روان و.
