ايرانی چارواکی: د ايران په ۱۶ ولايتونو کې د افغان اتباعو حضور ممنوع دی

تصویر: همشهری‌ آنلاین

اطلاعات روز: د ايران د کرمانشاه ولايت د بهرنيو وګړو او کډوالو د چارو عمومي مدير حمزه سليماني ويلي چې د کرمانشاه په ګډون د ايران په ۱۶ ولايتونو کې د افغانستان د وګړو شتون او کار کول ممنوع دي.

دې ايراني چارواکي پرون (شنبه، ۱۱ د ليندۍ) ايسنا خبري اژانس ته ويلي چې په دې ولايتونو کې د افغانستان د اتباعو شتون د ايران د ملي امنيت د عالي شورا په دستور سره ممنوع شوی دی.

دې ايراني چارواکي نه دې ويلي چې له کرمانشاه پرته د ايران په نورو کومو ولايتونو کې د افغانستان د اتباعو پر حضور بنديز دی.

خو د ايران شرق ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي چې په «شرقي اذربايجان، غربي اذربايجان، اردبيل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ايلام، لرستان، چهار محل و بختیاری، کهګیلیوه او بویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او همدان» ولايتونو کې اوس مهال د افغانستان د اتباعو پر شتون په بشپړه توګه بنديز دی.

د ايران د کرمانشاه ولايت د بهرنيو وګړو او کډوالو د چارو عمومي مدير ويلي چې تر اوسه په کرمانشاه ولايت کې د «غير قانوني وګړو د شړنې»، پېژندلو او نيولو اته مرحلې بشپړې شوې دي او وروستۍ نهمه مرحله هم پيل شوې ده.

ده زياته کړې: «د دې طرحو له مخې تر اوسه د پام وړ افغان کارګر او يو شمېر هغه بې تعده کسان نيول شوي چې دوی ته يې کار ورکړی و.»

دې ايراني چارواکي ويلي چې په کرمانشاه کې د بهرنيو غير قانوني وګړو د پېژندلو، نيولو او شړلو نهمه مرحله د ليندۍ مياشتې له اتمې نيټې پيل شوې او «په ترڅ کې يې ښار ته په څېرمه ښارګوټو کې رغنيزې پروژې، ګلخانې، د اسانو د پالنې طبيلې او د څارويو د ساتنې ځايونه پلټل شوي دي».

د ده په وينا، «په دې پلټنو کې ځيني افغان کارګر چې د ځينو خلګو له لوري پر کار ګومارل شوي و، نيول شوي او له ولايته شړل شوي دي.»

دې ايراني چارواکي د ټليفون د يوې شميرې په اعلانولو سره د کرمانشاه ولايت له خلګو غوښتي چې «که په کښتونو، باغونو او ودانيزو چارو کې افغان کارګر وويني» نو له دې شميرې سره دې اړيکه ونيسي او راپور دې ورکړي.

په ايران کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شتون له وړاندې هم له ننګونو سره مخ دی او د دې هيواد چارواکو وړاندې هم په ځانګړو ځايونو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر شتون بنديز لګولی.

تر دې وړاندې هم په ايران کې په يو شمېر پارکونو او پلورنځايونو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر شتون بنديز او په دې اړه د لوحو لګولو د خلګو نيوکې راپارولې وې.

د وروستيو مياشتو پر مهال په ايران کې د افغانستان پر کډوالو او پناه غوښتونکو فشار زيات شوی او د دې هيواد چارواکو بيا-بيا ويلي چې «غير قانوني اتباع» به وباسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه