اطلاعات روز: «د افغانستان ملي مقاومت جبهې» ويلي، چې د دې جبهې رهبر احمد مسعود د يوه پلاوي په مشرۍ د ويانا کانفرانس په دریم دور کې د ګډون لپاره اتريش ته سفر کړی دی.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په اعلاميه کې چې نن سهار (يکشنبه، ۱۲ د ليندۍ) خپره شوې، راغلي چې دا کانفرانس د اتريش د نړيوالو چارو د انسټيټيوټ په کوربتوب کېږي او ګډونوال يې د طالبانو مخالف جريانونه او شخصيتونه دي.
د دې جبهې په وينا، ټاکل شوې چې د دې ناستې ګډونوالو د امنيتي مسايلو، د ښځو او بشري حقونو، د هيواد د سياسي ډلو او ګوندونو ترمنځ پر اجماع بحث وکړي او همدا راز د سيمې او تر سيمې هاخوا هيوادونو سره مشوره وکړي او د افغانستان د سياسي راتلونکي په اړه خپل نظريات تبادله کړي.
همدا راز د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په اعلاميه کې راغلي، چې د ويانا غونډې ګډونوال به د غونډې په پای کې د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو له استازو سره وګوري او د افغانستان د وضعيت په اړه به ورسره خبرې وکړي.
دې جبهې زياته کړې، چې د ويانا بهير يوه مهمه نړيواله غونډه ده چې د اتريش د دولت په همکارۍ جوړېږي او د طالبانو مخالفې ډلې، ګوندونه او سياسي او مدني شخصيتونه په کې هر کال راغونډېږي او د افغانستان د مهمو مسئلو په اړه په کې خبرې-اترې کوي.
تر اوسه د دې غونډې د ګډونوالو په اړه جزييات نه دې خپاره شوي.
په دې وروستيو کې روسيه د احمد مسعود په ګډون د طالبانو د مخالفينو کوربه وه.
ښاغلي مسعود د مسکو په غونډه کې وويل، چې له افغانستان سره د سيمې د هيوادونو او نړۍ اړيکه بايد د دې هيواد خلکو ته پر درناوي او د هغوی پر غوښتنې ولاړه وي. د ده په وينا، د افغانستان خلک «په هيڅ ډول» هم د اوسني وضعيت ملاتړ نه کوي.
