اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې القاعدې شبکې او ورسره تړلو ډلو په ځانګړې توګه د هند په نيمه وچه کې د القاعدې څانګې له افغانستانه پر دې هيواد د بريد کولو اراده وه، خو وړتيا يې نه درلوده.
دې وزارت پرون (جمعه، ۱۰ د ليندۍ) د ۲۰۲۲ کال پر مهال د تروريزم په اړه د راپور په خپرولو سره ويلي چې په دې کال کې القاعده شبکه، داعش او سيمې ته متوجې ډلې په افغانستان کې فعالې وې.
همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې کال کې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې پر ملکيانو په ځانګړې توګه شيعه ټولنې او طالبانو خپلو تروريستي بريدونو ته دوام ورکړ.
دې وزارت زياته کړې چې داعش خراسان څانګې د ۲۰۲۲ کال پر مهال په پاکستان، تاجيکستان او ازبکستان کې له پولو دباندې بريدونه کړي او پر لوېديځ د بريد تکل يې ساتلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې تروريستي ډلې به نه پرېږدي چې افغانستان د امريکا او د هغې د متحدينو پر ضد وکاروي، خو د القاعدې د عناصرو، پاکستاني طالبانو او داعش خراسان څانګې د عملیاتو په مخنيوي کې د طالبانو وړتيا څرګنده نه ده.
دې وزارت ويلي چې د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۰ د القاعدې شبکې د مشر ايمن الظواهري تر وژل کېدو وړاندې، طالبان د ده کوربانه و او پناه يې ورکړې وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپل راپور کې ويلي چې طالبان د ۲۰۲۲ پر مهال له داعش خراسان څانګې سره چې خپل اصلي دښمن يې ګڼي، وجنګېدل خو نورو ترهګرو ډلو ته يې پناه ورکړه.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ځلونو په هيواد کې د تروريستي ډلو د حضور او فعاليتونو په اړه راپورونه خپاره شوي او ويل شوي چې دې ډلې ورته پناه ورکړې.
طالبانو تر اوسه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت راپور ته غبرګون نه دی ښوولی، خو وړاندې دې ډلې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو راپورونه رد کړي دي.
