اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې یو سوداګر د ۴۰ ميليونه افغانيو په پانګونې سره د پنبې د پروسېس یوه کارخونه جوړه کړې ده.
د يادې کارخونې مسوول حاجي محمد ګل نوریان وایي، دغه فابریکه یې د پنځو میاشتو په موده کې جوړه کړې، چې ۲۰۰ کسانو ته په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د ده په خبره، یاده کارخونه په ساعت کې د لس ټنه دانهدارې پنبې د پروسېس وړتیا لري چې ترڅنګ به یې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.
ورته مهال هلمند کې د صنعتي پارک مسوول فضل محمد فضلي وايي، په دې ولايت کې ۷۰ فابریکې فعالې دي، چې ۴۹ یې یوازې د پنبې د پروسېس برخه کې فعالیت کوي.
هلمند کې د پنبې د پروسېس کارخونو په ډیروالي سره لاهم دغلته د پنبې بیه ټیټه او کروندګر یې د بنبې د کښت څخه ناهیلي کړي دي.
