اطلاعات روز: په خوست ولايت کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي کميسيون د ولسي جرګې د پخواني غړي او قومي مشر پادشاه خان ځدراڼ کور او کلا نړولي دي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دا مشهوره برجوره کلا د خوست د مرکز او مندوزيو ولسوالۍ ترمنځ د خوست-ګردېز د لويې لارې پر غاړه د صنعتي پارک لپاره په ځانګړې شوې دولتي ځمکه رغول شوې وه، چې تېره شپه (جمعه، ۱۰ د لیندۍ) د طالبانو له لوري نړول شوې ده.
پادشاه خان ځدراڼ پر دغه جوړ شوي کور شاوخوا ۷۰۰ زره امريکايي ډالره مصرف کړي و.
تر اوسه په رسمي ډول د خوست ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو او د دغې کلا څښتن پادشاه خان ځدراڼ څه نه دي ويلي.
طالبانو له دې وړاندې ويلي و، چې ټولې دولتي ځمکې چې په تېر نظام کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي، د بيرته را ګرځولو لپاره يې هېڅ پېل کړې دي.
