په لومړي ځل د هغه سړک د رغونې چارې پېل شوې، چې خوست له پکتيکا سره نښلوي

اطلاعات روز: په خوست ولایت کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په لومړي ځل د دغه ولایت له سپیرې ولسوالۍ څخه تر پکتیکا ولایت پورې د یو نښلوونکي سړک د رغونې چارې پېل شوې.

دا سړک چې ۲۰ کيلومټره اوږدوالی لري نن (پنج شنبه، ۹ د لیندۍ) یې چارې پېل او د لومړي ځل لپاره به پرې خلک له خوست څخه پکتيکا ولايت ته سفر وکړي.

په خوست کې د طالبانو له ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک لپاره ۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي او چارې به يې په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړې شي.

دا سړک چې اوس په خام ډول رغول کيږي، د طالبانو مسوولین ډاډ ورکوي چې راتلونکي کې به يې د پخېدو چارې هم پېل شي، خو کړه وخت يې نه دی څرګند کړی.

د پکتيکا ولايت اوسېدونکو دا سړک خوست ولايت ته د تګ-راتګ لپاره بولي او وایي، چې له دې وړاندې به يې دغه ولايت ته د پکتيا پر مسير اوږده لار وهله.

دوی زياتوي، چې اوس نه يوازې د تګ برخه کې يې اوږد مزل را لنډيږي بلکې د سپېرې او پر دغه لار د پکتيکا د ځينو ولسواليو د اوسېدونکو شته ستونزې به تر ډېره ورسره هم هوارې شي.

خوست او پکتيکا د هيواد له غرنيو ولايتونو څخه دي، چې ولسواليو ته يې لاهم غځېدلې لويې لارې خامه او پرې تلونکي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه