اطلاعات روز: پاکستان وايي، چې د ناقانونه بهرنيو اتباعو ستنول دوام لري او تر اوسه ۲۵۷ زره او ۴۸۱ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د دولتي راډيو له راپور سره سم، يو زر او ۱۹۵ تنه پرون (سېشنبه، ۷ د ليندۍ) افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې رسنۍ ليکلي، چې د افغان وګړو په ګډون خپل وطن ته د ناقانونه بهرنيو اتباعو ستنېدل په «عزت او امنيت» سره دوام لري.
د پاکستان د راډيو له راپور سره سم، په بېلابېلو ولسواليو کې د کډوالو د موقتې مېشتيدنې ټرانزيتي کمپونه جوړ شوي دي.
پاکستان تېره مياشت د افغانستان د ۱.۷ ميليونه وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې دا هيواد بايد پرېږدي.
تېره اونۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ اعلان وکړ چې د اکټوبر پر درېيمه د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو د وتلو په تړاو د پاکستاني دولت د پرېکړې تر اعلان وروسته له دې هيواده افغانستان ته ۳۷۴ زره تنه ستانه شوي دي.
