بشرا ګوهر: د افغانستان ښځې په سيمه او تر دې هاخوا د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي

Photo: AISS_Afg

اطلاعات روز: د بشري حقونو پاکستانۍ فعالې بشرا ګوهر ويلي، چې د افغانستان ښځې په سيمه او تر دې هاخوا د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

اغلې ګوهر نن (دوشنبه، ۶ د ليندۍ) د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د «هرات د امنيتي خبرو-اترو» د يوولسمې دورييزې غونډې پر مهال د «جنسيتي اپارتايډ: شعاري پيوستون؛ اغېزناک ميکانيزم» په پينل کې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړې په ياده غونډه کې ويلي: «دا د افغانستان ښځې دي چې اوسمهال په افغانستان کې دننه او دباندې د طالبانو د اشغال پر وړاندې مقاومت کوي.»

د بشري حقونو دې پاکستانۍ فعالې زياته کړې: «له همدې کبله بايد موږ د هغوی زړورتيا ومنو، ځکه هغوی يوازې د ځان لپاره جګړه نه کوي، بلکې په سيمه او تر دې هم ور هاخوا د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.»

دې د ښځو پر خلاف د طالباني سياستونو پر وړاندې پر نړيوال غبرګون نيوکه کړې او ويلي يې دي چې که نړۍ دې موضوع ته ارزښت ورکولای نو «د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې له لوري به بېړنی وضعيت اعلان شوی وای».

د «هشت صبح» ورځپاڼې اجرايوي مدير پروز کاوه هم په دې غونډه کې د ښځو پر خلاف د طالبانو سياستونو ته اشاره کړې.

ده ويلي: «زه دلته راغلی يم تر څو وښيم چې له جنسيتي اپارتايډ سره مبارزه داسې څه نه دي چې موږ يې يوازې خپلو خویندو ته پرېږدو. موږ هم د دې مبارزې برخه يو.»

ښاغلي کاوه ويلي: «په لنډ مهال کې له جنسيتي اپارتايډ سره په مبارزه کې پايلې ته رسېدل اسانه کار نه دی، نو له همدې کبله بايد په جديت هڅې وکړو او د بدلون تر راتلو پورې مبارزې ته دوام ورکړو.»

د هرات د امنيتي خبرو-اترو يوولسم دور د زياتو سياسي څېرو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعينو په ګډون د تاجکستان په دوشنبه ښار کې پېل شوی او سبا به هم دوام وکړي.

دا غونډه تر دې وړاندې د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ له لورې د هيواد په لوېديځ هرات ښار کې کېده، خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا دويم ځل دی چې په تاجکستان کې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه