اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د «اُوما» په نوم يو خيريه بنسټ د دې ولايت د مرکز او ځينو ولسواليو له ۲۰۰ کونډو ښځو سره د خياطۍ د ماشينونو او اړوند وسایلو مرسته وکړه.
د دې خيريه بنسټ مسوولينو نن (يکشنبه، ۵ د ليندۍ) د مرستې د وېش پر مهال وويل چې پر کونډو ښځو يې د خياطۍ وسايل په دې موخه وېشلي چې هغوی پر ځان بسيا شي او د لاسي صنايعو له لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کړي.
د ياد خيريه بنسټ د مسوولينو په وينا، په مرسته شويو توکو کې د خياطۍ ماشينونه او نور اړوند وسايل شامل دي، مګر د مرسته شويو توکو د مالي ارزښت په اړه يې څه نه دې ويلي.
د «اُوما» خيريه بنسټ مسوولينو همدا راز ويلي چې نن يې ۱۵ معلولينو ته د مزدورۍ لپاره ۱۵ بار وړونکې ريکشې هم ووېشلې.
ځايي خلک دا ډول مرستې ارزښتمنې ګڼي او زياتوي چې په دې سره له يوې خوا بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابريږي او بل لور ته، له اړمنو کورنيو سره په ځان بساينه کې مرسته کوي.
