د روغتيا نړيوال سازمان: له پاکستانه راستانه شویو ۹۲ زره کډوالو ته مو روغتيايي خدمات وړاندې کړي

اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې د روان ميلادي کال د نوامبر مياشتې له ۲۲مې راهيسې يې هغو ۹۲ زره او ۱۳۸ تنو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي چې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۵ د لیندۍ) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې دې کسانو ته يې د هيواد په ختيځ، سويل، لوېديځ، سويل ختيځ، شمال او مرکزي سيمو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې کومو کسانو روغتيايي خدمات تر لاسه کړي، په هغو کې ۵۶.۲ سلنه يې ښځې دي.

د دې بنسټ له راپور سره سم، د بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو په تړاو د پاکستان د پرېکړي تر اعلان وروسته د نوامبر تر ۱۸م پورې، ۳۷۴ زره او ۶۰۰ تنه د تورخم او سپين بولدک له لارو افغاانستان ته راغلي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې په راستنېدونکو کې شاوخوا ۴۸ سلنه يې ښځې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې دې بنسټ له خپلو همکارانو سره هلې-ځلې زياتې کړي او په تورخم او سپين بولدک کې يې دوه بېړني روغتونونه ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.

همدا راز دې بنسټ ويلي، چې د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي لپاره راستنېدونکي واکسين کوي او د نوامبر له ۱۲مې نیټې څخه یې بيا تر ۱۸مې پورې په ننګرهار، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتيکا او کابل ولايتونو کې ۵۳ زره او ۶۷۱ تنو ته د پوليو خوراکي واکسين ورکول شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، له دې هڅو سره-سره له پاکستانه د راستنېدونکو په منځ کې د ناروغيو د خپرېدو خطر او همدا راز د اوبو د کمښت او روغتيايي خدماتو ننګونې شته دي.

دې بنسټ زياته کړې، چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د رسيدګۍ لپاره يې د شپږو مياشتو لپاره د «غبرګون ستراتېژي» جوړه کړې او د ۱۰ ميليونه ډالريزې بودیجې غوښتنه يې کړې.

د روغتيا نړيوال سازمان تر دې وړاندې هم له پاکستانه د راستنېدونکو کسانو ترمنځ د ناروغيو د خپرېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

دې بنسټ ويلي و، چې افغانستان ته ډېری راستنېدونکي کسان د خپلو مشخصاتو د ثبتولو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ساتي چې د ناروغيو د خپرېدو خطر زياتوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه