اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ډینګې ناروغۍ یوه مثبته پېښه چې یوه مېرمن پرې اخته شوې ثبت شوې ده.
د نورستان د عامې روغتیا ریاست د سرویلانس لپاره د طالبانو مسوول ډاکټر نظام الدین نجم وايي، د ډینګې ناروغۍ دغه مثبته پېښه تېره ورځ (شنبه، ۴ د لیندۍ) د نورګرام ولسوالۍ په «کلتن» دره کې ثبت شوې ده.
د هغه په خبره، په نورګرام ولسوالۍ کې یې د ګڼو شکمنو ناروغانو ټسټونه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدولي وو، چې له معایناتو وروسته د پاخه عمر د یوې مېرمنې ټسټ مثبت وپېژندل شو.
نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې پر دې ناروغۍ د ټولو شکمنو ناروغانو ټسټونه او ورته لازمه درملنه وکړي.
ډینګي ناروغي شاوخوا دوه کاله وړاندې د ننګرهار اړوند «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه ولسوالیو کې خپره شوه، چې بیا وروسته د ننګرهار په ګډون د ختیځ نورو سیمو ته انتقال شوه، چې په زیاته کچه خلک یې له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ کړي وو.
د روغتیاپالانو په وینا ډینګي تبه هغه ناروغي ده، چې یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه اغیز پریباسي.
