اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د «خوژنکون» په نوم لرغونی زيارت لوټل شوی دی.
د ځايي خلګو په وينا، تېره شپه (جمعه، ۳ د لیندۍ) تر ۳۰ زيات کسان چې وسلې هم ورسره وې، زيارت يې کيندلی او د دوی په وينا په زيارت کې شته سامانونه او يا هم پټه خزانه يې لوټلې ده.
تر اوسه لا هم جوته نه ده چې دا کسان څوک وو او د زيارت په کيندلو يې څه تر لاسه کړي او څومره ارزښتمن توکي يې لوټلي دي.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.
ځايي اوسېدونکي يادې پېښې اندېښمن کړي او د طالبانو له مسوولو امنيتي ادارو د پېښې د پلټنې او پکې ښکېلو کسانو ته د سزا د ورکړې غوښتنه کوي.
