اطلاعات روز: د «عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت» په نوم يو شمېر معترضو ښځو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په نړيواله ورځ ويلي، چې افغانستان د تېرو دوو کلونو پر مهال د ښځو لپاره زندان، وېروونکی او خفه کوونکی و.
نن شنبه (۴ د ليندۍ) چې د نوامبر له ۲۵مې نیټې سره برابرېږي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ده. دا ورځ د ۱۹۹۹ پر مهال د ملګرو ملتونو له لوري نومول شوې ده.
د دې ورځې په مناسبت د «عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت» په کابل کې په يوه سرپټي ځای کې د يوې غونډې پر مهال ويلي، چې د ارزونو او مشاهدو له مخې د تېرو دوو کلونو پر مهال د افغانستان پر ښځو تاوتريخوالی په وحشتناکه توګه زيات شوی دی.
د دې خوځښت په وينا، د مرموزو وژنو شمېرې، ځان وژنې، د ښځو وهل او ټکول، صحرايي محکمه، جبري ودونه او د کم عمره نجونو پلور پر ښځو د تاوتريخوالي عيني مثالونه دي.
د «عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو د خوځښت» په وينا، پر ښځو د تاوتريخوالي په تړاو هيڅ قانون او ارګان مسوول نه دی.
«د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت» زياته کړې چې د بې عدالتيو او د طالبانو له لوري د افغانستان ښځو ته د نه پاملرنې پر وړاندې مبارزه کوي او ښيي چې د افغانستان باخبره ښځې هيڅکله هم د عدالت او ازادۍ لپاره له مبارزې لاس نه اخلي.
دې خوځښت د بشري حقونو له بنسټونو او له ملګرو ملتونو غوښتي چې د انساني ارزښتونو د دفاع، د دې ډلې د ښځه ځپونکو اوامرو د لغوه کولو او د نجونو لپاره د ښوونځيو د پرانيستلو په موخه دې پر طالبانو فشار راوړي او د معترضو ښځو ملتيا دې وکړي.
د دې خوځښت په وينا، د تېرو دوو کلونو پر مهال افغانستان د ښځو لپاره زندان، وېروونکی او خفه کوونکی ځای و او د افغانستان له ښځو يې بې شمېره قربانۍ اخيستې دي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي. دې ډلې همدا راز په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار مخه هم نيولې ده.
د بشري حقونو د فعالانو په اند د طالبانو دا سياست جنسيتي اپارتايډ او د جنسي ځورونې پر اساس بشري جنايت دی.
