اطلاعات روز: د ننګرهار د سیمهییز روغتون چارواکي خبر ورکوي چې په یاد روغتون کې یې د «هیموفيلیا» ناروغانو د درملنې په موخه ځانګړې څانګه پرانیستله.
د دې روغتون لپاره د طالبانو رئیس امین شریف نن (پنجشنبه، ۲ د لیندۍ) د یادې څانګې د پرانیستې پر مهال ویلي چې په ختیځ زون کې په دغې ناروغۍ اخته شاوخوا سل کسان ورسره ثبت دي او تر دې وروسته به یې په منظمه توګه درملنه کېږي.
نوموړی زیاتوي، تر دې وړاندې یې له کابل پرته په نورو ولایتونو کې د هیموفيلیا ناروغۍ د تداوۍ لپاره امکانات نه لرل او په دې ناروغۍ اخته کسان به نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه تلل مګر اوس به یې درملنه همدلته کېږي.
همدا راز نوموړی د سیمهییز روغتون د پراخوالي لپاره د پلان د جوړیدو خبر ورکوي. د نوموړي په وينا، په پلي کیدو سره به یې د ناروغانو شته ستونزې تر ډېره حل شي.
ډاکټران وایي، هیموفيلیا یوه ارثي ناروغي ده چې د وینې خنډېدل له منځه وړي او له کبله يې د ناروغ وینه بهېږي.
