په لوګر او فاریاب کې د دریو جلا ترافیکي پیښو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په لوګر او فاریاب کې ځایي سرچینې او د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، په دې ولایتونو کې د دریو جلا ترافیکي پیښو له امله درې تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په لوګر کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولایت د مرکز پل عالم اړوند په «التمور» او «خضر» بازار سيمو کې د ترافیکي پیښو له امله دوه تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې لومړۍ ترافیکي پیښه وړمه او دوهمه يې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د لیندۍ) د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې دي.

تراوسه لا نه ده معلومه چې مړه شوي کسان د کومې پېښې قربانيان دي او نه هم د ترافيکي پېښو د نوعیت کره جزيات ورکړل شوي دي.

ورته مهال فاریاب کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او څلور نور ټپيان دي.

د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي شمس الله محمدي وايي، دغه ترافيکي پېښه تېره ورځ د المار-ميمنې پر لويه لاره د «الم‌لیک» په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، په دې ترافيکي پېښه کې يو کرولا موټر او يو لېنډ کروزر موټر ټکر کړى، چې له امله يې دوه مېرمنې او دوه ماشومان ټپيان شوي او د کرولا موټر چلوونکى روغتون ته تر لېږدول کیدو وروسته مړ شوى دى.

د دې ترافيکي پېښې ټپيان د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ د چغاتک کلي اوسېدونکي دي.

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او تیز رفتار ښودلی دی.

د ترافيکي قوانينو نه مراعتول او په دې برخه کې د جدي څار نشتوالی، د سړکونو تنګوالی او د موټر چلوونکو تیز رفتار وخت نا وخت د ورته ترافيکي پېښو لامل ګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه