د افغانستان د حکومت تر پاشل کېدو وروسته که د کابل په ښار کې وګرځې، نو کم خلک به ووينې چې کتاب به يې په لاس کې وي. د پخواني حکومت تر له منځه تلو وړاندې کتاب تر يوه حده د ښاروندو په ژوند کې ځای موندلی و. کله – کله به د کتاب نندارتونونه جوړېدل. د ښار په بېلابېلو برخو کې د کتاب لوستنې حلقې وې. همدا راز د کتابتونو لپاره د کتاب راټولونې کمپاينونه کېدل. له دې سره-سره، کتاب د زېږون د ورځې يوه ډالۍ وه. کتاب پلورنځي ورځ په ورځ زياتېدل او کاروبار يې غوړېده. په لارو او کوڅو کې به د کتابونو نندارتونونه وو او د کتاب لوستنې سيالۍ به کيدلې. په ټوله کې د ژوند يو سبک چې په هغو کې کتاب لوستنه د تشخص او روڼ اندۍ يو معيار و، رامنځته کېده. د ازادۍ، مدني ټولنې، بشري حقونو او نور همداسې مفاهيم او مقولې د ځوانانو د خبرو-اترو مهمه برخه وه. خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ژوند دا ډول بېخي له منځه ولاړ.
د حکومت تر پاشل کېدو وروسته نه يوازې کتاب د ځوانانو د تشخص او هويت نښه نه ده بلکې ځينې کتابونه جنجال پاروونکي دي او د نيول کېدو لامل کېږي. د بېلګې په توګه، د طالبانو محتسبين چې په ښار کې ګرځي او که له چا سره د عبدالکريم سروش يا هم يووال نوح هراري او يا هم نورو لوېديځوالو مفکرينو کتاب له چا سره په لاس کې وويني حتما ترې پوښتنه کوي. احمد (مستعار) وايي، يوه ورځ په داسې حال کې چې د هراري د «۲۱مې پېړۍ لپاره ۲۱ درسونه» يې په لاس کې و، د طالبانو له محتسبينو سره مخ شو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري سخت وپلټل شو. محتسبينو دا کتاب ضبط کړ او دی يې ځکه وتراټه چې د يوه يهودي کتاب يې په لاس کې دی. احمد وايي چې کله يې له کتاب پلورونکي دا کتاب غوښتی، کتاب پلورونکي تر لږ ځنډ چوپتيا وروسته ورته ويلي، چې دا کتاب نه لري خو کله چې باوري شوی چې احمد د طالبانو غړی نه دی، کتاب يې چې د کتابونو ترمنځ يې يو ځای پټ کړی و ورکړی، خو خبرداری يې ورکړی چې طالبان بايد پوه نه شي چې کتاب يې له همدې کتاب پلورونکي اخيستی دی.
د کتاب پلورنځيو پلټل او د يو شمېر کتابونو مصادره کول د کابل د کتاب پلورنځيو له لسګونو ستونزو يوه ده. يو کتاب پلورونکی محمد (مستعار) وايي: «طالبان هر څو ورځې وروسته د پلټنې لپاره کتاب پلورنځي ته راځي او ځينې کتابونه له ځان سره وړي. معمولا له ځان سره د ممنوعه کتابونو يو لړليک لري. د بېلګې په توګه د سروش او هراري کتابونه، د حفيظ منصور خاطرات، د عبدالقيوم سجادي د «گفتمان اسلام سياسی»، هغه کتابونه چې د طالبانو او يا داعش په اړه ليکل شوي او نور کتابونه له خپل لړليک سره سم ضبطوي. په عين حال کې اخطار ورکوي چې داسې کتابونه بايد ونه پلورو. له لړليک څخه دباندې هم ځينې کتابونه له ځان سره وړي تر څو يې منځپانګه وګوري. د بېلګې په توګه د «کمدی اهلی» کتاب او يا «لویاتان» او د «عاشق داعشی من» رومان او نور. زما له کتاب پلورنځي يې تقريبا د اوياوو زرو افغانيو په ارزښت کتابونه ضبط کړي دي. يو څو ورځې وړاندې هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مأمورين د کتاب پلټنې لپاره راغلل او له ما يې وغوښتل چې غواړي ځينې کتابونه ورسره يوسي خو ما ورته اجازه ورنه کړه. دوی ولاړل او زه يې وګواښلم چې ما به د نه همکارۍ په تور استخباراتو ته معرفي کړي.» له هماغې شيبې محمد هر وخت په دې وېره کې دی چې د طالبانو د استخباراتو له لوري به ونيول شي.
د کتاب پلټنې د مشخصې مرجع نشتون د کتاب پلورنځيو يوه بله ستونزه ده ځکه کله د طالبانو استخبارات د کتاب پلورنځيو د پلټنې لپاره راځي، کله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسان، کله امنيتي حوزې او کله هم د طالبانو د حج او اوقافو مأمورين، کله هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مامورين او کله-کله د دې پنځو واړو بنسټونو کسان يو ځای پر کتاب پلورنځيو هجوم ور وړي. دکابل يو بل کتاب پلورونکی جليل (مستعار) وايي: «موږ هيڅ نه پوهېږو چې د طالبانو د کومې ادارې له خلکو سره مخ يو. هره اداره په خپل وار راځي، ګواښي مو او کتابونه له ځان سره وړي. کله چې د کتابونو د بيرته اخيستلو لپاره امنيتي حوزې ته ورځو چې د پلټنې په موخه وړل شوي وي، د حوزې مسوولين موږ حج او اوقاف وزارت ته معرفي کوي، هلته چې ولاړ شو موږ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته لېږي، خو هغوی مو بيا استخباراتو ته استوي. کله چې استخباراتو ته ولاړ شو نو زموږ هيڅ خبره نه اورېدل کېږي. زما له کتاب پلورنځي يې تېر کال يو شمېر کتابونه وړي دي، خو تراوسه يې ماته نه دې ويلي چې له دې کتابونو د کوم يوه پلورل ممنوع دي. هر څومره منډې چې مې وکړې، ونه توانېدم چې له هغو کتابونو يو دانه يې هم ترلاسه کړم.» طالبانو د جليل له کتاب پلورنځي د فلسفې، سياست، ټولنپوهنې او ادبياتو کتابونه د پلټنې په پلمه وړي او يو کال کېږي چې د هغو کتابونو په اړه هيڅ معلومات نه ورکول کېږي.
د طالبانو له لوري د کتاب د پلټنې او ضبط سياست د افغانستان په هوايي ډګرونو او پولو کې هم تطبيقېږي. د کتاب يو بل کتاب پلورونکی عبدالله (مستعار) وايي: «افغان کارګو ته مې يو سيټ کتابونه ورکړل چې په اروپا کې يې زما د يوه ملګري تر ادرس پورې ورسوي. کله چې درې مياشتې وروسته کتاب ونه رسېد، له افغان کارګو سره مې اړيکه ونيوله او پوښتنه مې ترې وکړه. هغوی وويل، چې طابانو کتابونه د پلټنې په موخه وړي او بيا يې نه دې راوړي. دا د دانته د «کمدی الهي» د کتابونو بشپړ سيټ و. نه پوهېږم چې طالبانو په کتاب کې څه ليدلي چې اجازه يې ورته نه ده ورکړې.» کيسه يوازې دباندې د کتاب تر لېږلو پورې نه ده راټوله بلکې طالبان پر راوړل کېدونکو کتابونو هم د پلټنې سياست په سختۍ عملي کوي. د کابل يو بل کتاب پلورونکی احمد رضا (مستعار) وايي: «ما د عباس دلجو کتاب «هزاره ها و حاکمیتهای استبدادی صد سال اخیر» ۵۰۰ ټوکه چاپ کړ، خو د راوړل کېدو پر وخت پر پوله د طالبانو له لوري ضبط شو. څو ځله مې بېلابېلو سرچينو ته مراجعه وکړه چې د کتاب د ضبطېدو دليل معلوم کړم، خو هيڅ سرچينې ځواب رانه کړ. له اسلامي امارت څخه زموږ د کتاب پلورنځيو غوښتنه داده چې موږ ته دې د ممنوعه کتابونو يو مشخص لړليک راکړي تر څو موږ وپوهېږو خو له بده مرغه هيڅ معلومه نه ده چې د کوم کتاب چاپ او خپرول ممنوع دي. د طالبانو کسان راځي او د هر کتاب په عنوان چې ونه پوهېږي، هغه وړي تر څو يې محتوا وګوري.» د کتاب پلورنځيو اتحاديو څو ځله دا ستونزه له طالب چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه نه ده حل شوې.
د کتاب نه لوستل يوه لوري ته او له کتابه د طالبانو وېره بل لوري ته د کتابونو بازار سست کړی دی. له همدې کبله زيات کتاب پلورنځي دېوالي شوي او تړل شوي دي او کم شمېر کتاب پلورنځيو چې تراوسه مقاومت کړی دی، وروستۍ سلګۍ يې دي. د کابل ښار يو بل کتاب پلورونکی احمدالله (مستعار) وايي: «زياتې ورځې حتا يو ټوک کتاب هم نه خرڅېږي. زياتې ورځې له سهاره تر ماښامه یو ګيراک هم د کتاب پلورنځي دروازې ته نه راځي. زه ستړی يم او نه پوهېږم چې له پاتې کتابونو سره څه وکړم. ډېری کتابونه په کمه بيه پلورم چې له يوې خوا د خپل ژوند لګښت پوره کړم او له بله لوري د دې کتابونو له جنجاله ځان خلاص کړم او په يوه بل کار ځان بوخت کړم. څو ځله مې پرېکړه وکړه چې پر لارو د کتابونو نندارتون جوړ کړم چې ښايي لارويان يې واخلي خو طالبانو اجازه را نه کړه.» د طالبانو په اند پر لارو نه يوازې د کتابونو نندارتون ممنوع دی بلکې چا چې کتابونه او د نجونو زده کړې عامه ژوند ته را ايستلې دي، ځای يې زندان دی. د بېلګې په توګه، د قلم لار ټولنې مسوول مطيع الله ويسا چې سيار ښوونځی يې جوړ کړی و، د طالبانو له لوري زنداني شو. اسماعيل مشعل چې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه يې خپل شخصي کتابونه د وړيا توزيع په موخه لارو او کوڅو ته را ايستلي و، د خلکو د پارونې په تور طالبانو زنداني کړ.
طالبانو د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو په تړلو سره د کتاب پلورنځيو وروستۍ هيلې هم مړې کړې دي. احمدالله په ناهيلې سره وویل: «هيلهمن و چې حد اقل درسي کتابونه خو به پلورل کېږي خو له کومه چې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تلو منعه شوې دي، د درسي کتابونو پلور هم صفر ته رسېدلی دی. له بله اړخه، نارينه زده کوونکو هم د فقر له کبله له استادانو سره موافقه کړې چې يوازې پر درسي ياداښتونو به بسنه کوي. له همدې کبله زده کړیالان هم کتاب نه اخلي.» که څه هم ياداښتونه د افغانستان د پوهنتونونو په زدکړييز نصاب کې يو پخوانی دود دی، خو د وروستيو کلونو پر مهال ځينو استادانو د درس د منبع په توګه ځينې کتابونه معرفي کول او يو شمېر زده کړيالانو هم ممد درسي کتابونه اخيستل او مطالعه کول يې. پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پوهې او تخصص ځای ږيرې، خولۍ او عقيدې نيولی دی او کتاب پکې ارزښت بايللی.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د محصلینو او غیر محصلینو ځوانانو له منځه د کتاب کيسه الوتې بلکې د هيواد پرېښودل په مېلمستياوو او نورو بانډارونو کې د ځوانانو د خبرو موضوع ده. فقر او بېکاري او همدا راز د راتلونکي په اړه ناهيلي هم د کتاب په اړه کيسو ته څه نه دې پرېيښي.
