اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ښار په اوومه حوزه کې «نامعلومو» کسانو یو نهه کلن ماشوم وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې وویل، یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د کندهار ښار اوومې حوزې اړوند «کوبي» کلي رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د دې نهه کلن ماشوم جسد له وژل کېدو وروسته یاده سیمه کې غورځول شوی او قاتلان یې له سیمې تښتېدلي دي.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو پولیسو د دې ماشوم هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې په دې تړوا یې یو تن مشکوک کس نیولی او پلټنې یې ترې روانې کړې دي.
د دوی په خبره چې یاده پېښه شخصي انګېزه لري او د قضیې تر بشپړېدو وروسته به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.
تردې وړاندې هم کندهار کې ورته پېښې رامنځته شوي، خو تراوسه د ډیری هغو عاملین نه دي معلوم شوي.
