اطلاعات روز: اروپايي هيوادونو ته د طالبانو د يوه چارواکي سفر ته د غبرګونونو په لړ کې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې ريیس مایکل مک کال ويلي، چې هيوادونه بايد د طالبانو پر غړو د سفر د بنديزونو په عملي کولو کې د يوه-بل تر څنګ ودرېږي.
نوموړي پرون يکشنبه (۲۸ د لړم) پر خپله ايکس پاڼه په يوه لنډ پيغام کې ليکلي، چې اروپايي هيوادونو ته د طالبانو د چارواکي سفر د منلو وړ نه دی.
مک کال ويلي: «نړيواله ټولنه بايد د طالبانو د غړو پر سفر د بنديزونو په عملي کولو کې د يوه-بل تر څنګ ودرېږي. دا د منلو وړ نه ده.»
په دې وروستيو کې د جرمني په ګډون يو شمېر اروپايي هيوادونو ته د طالبانو د خوړو او درملو ادارې د رييس عبدالباري عمر سفر لانجې راپورته کړي دي.
په کلن ښار کې د عبدالباري عمر د يوې ويډيو خپرېدو چې نوموړی پکې طالبانو ته تبليغات کوي، د جرمني پر دولت نيوکې راپارولې دي.
د جرمني پر دولت د نيوکو تر زياتېدو وروسته، د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير د عبدالباري عمر څرګندونې غندلې او ويلي يې دي چې نوموړي ته يې ويزه نه ده ورکړې.
دې وزارت ويلي، چې په کلن کې د طالبانو د چارواکي د شتون په اړه پلټنې کوي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی: «موږ طالبان په رسميت نه پېژنو. تر څو چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، د دوی له رژيم سره به اړيکې عادي نه شي.»
د جرمني د کورنيو چارو وزارت هم دې هيواد ته د طالبانو د چارواکي سفر غندلی او د نه منلو وړ يې بللی دی.
د هالنډ د روغتيا، رفاه او سپورټ وزير ارنسټ کويپرس هم له عبدالباري عمر سره د خپل انځور د خپرېدو په تړاو بښنه غوښتې.
کويپرس ويلي، چې له طالب چارواکي سره يې انځور په هاګ کې د محلي توليد د وروستۍ نړيوالې غونډې پر مهال اخيستل شوی او دی هغه مهال نه پوهېده چې څنګ ته يې څوک ولاړ دی.
ده ليکلي، چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو دفاع کوي او «په هيڅ ډول نه غواړم چې له دې وحشتناک رژيم سره تړاو پيدا کړم.»
