خوارځواکي لاهم د کندهاري ماشومانو ژوند ګواښي

که څه هم د تېرو څو کلونو پرمهال يو شمېر نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې هڅې کړي، خو له بده مرغه د ماشومانو د خوارځواکۍ په پېښو کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی.

کندهار د هیواد یو له هغو ولایتونو دی چې هرکال په کې زیات شمیر ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي، چې له دې ډلې یې د نجونو د خوارځواکۍ کچه لوړه او روغتیاپالان یې لامل د ښځینه اولادونو په پرتله نارینه ته ډیره پاملرنه یادوي او ترڅنګ یې د خوړو نامنظم والی او کاپي خوړو ته د کورنیو او ماشومانو نه لاسرسی هغه څه بولي چې ورځ تر بلې ورسره د خوارځواکو ماشومانو شمیر ډیریږي.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو په سوی تغذیې څانګه کې د بستر دوه کلنې مرسل مور صديقه وايي، څلور لوڼې یې په خوارځواکۍ اخته شوې وې، هره ورځ یې وزن بایله او بېلابېلې ناروغۍ ورته پیدا کیدې، چې د بستر وروسته نورې ښې او یوازې مرسل د ناروغۍ په بستر پرته ده.

دغې مور وویل: «زما څلور لوڼې دي، ګرده په دا سوی تغذیه اخته شوي، په شفاخانه کې ډاکترانو راته ويل چې بستر يې کړه، بل شی نشته بس ناجوړې ناجوړې وي، هغه نورې درې ښې شوې، خو دا لور مي دوې مياشتې کېږي بستر ده، نو څه وکړو غريبان يو، خاوند مې روزانه کوي، هغه دومره کېږي چې موږ وچه ډوډۍ پرې راونیسو او شپه پرې تېره کړو.»

ډاکټران وایي، کاپي خوړو ته د ماشومانو او کورنیو نه لاسرسی د دې لامل شوی چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي

نوموړې د طالبانو له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې دوی سره دې د خوارځواکو ماشومانو په روغتیا او تغذیې برخه لازمې مرستې وکړي.

د شفیقې په نوم یوې بلې مور بیا خپل پنځه میاشتنی زوی بستر کړی، وایي زوی یې د پیدایښت څخه شل ورځې وروسته په خوارځواکۍ اخته شوی، چې تراوسه نه دی ښه شوی او درملنه یې روانه ده.

نوموړې زیاتوي، چې د څلور اولادونو څخه یې دوه په خوارځواکۍ اخته شوي او هره ورځ ناروغه وي.

شفیقې وویل: «زما ماشوم چې پیدا شو د شلو شپو پورې ښه سم و، دوې درې نورې شپې چې تېرې شوې دشپې په چيغه شو، لاسونه او پښې یې کاږه شول، ما چينای ته راوست، ډاکترانو دوا ورکړه بيا هغه حمله نه ده پرې راغلې، خو اوس ورځ په ورځ ډنګرېږي، شی نه پرې لګېږي، يوازې پړسېږي بيا يې بېرته پاړسوب ښکته شي.»

دغه راز یو شمیر نور ماشومان چې له ډیر وخت راهیسې بستر دي مګر درملنه یې نه ده شوې، کورنۍ یې وایي، چې د کمزوری اقتصاد له کبله یې ماشومان ژر نه ښه کېږي او د خوړ او درملو جدي مرستو ته اړتیا لري.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون کې بستر دوه کلن حسيب الله له تېر يوه کال راهيسې په خوارځواکۍ ناروغۍ اخته دی، خو مور يې وايي، لا تراوسه يې وجود کې د روغتيا کوم څرک نه دی ليدل شوی.

د حسیب الله مور وایي، د زوی ناروغي یې تل زوروي او زیاتوي، چې د خوارځواکۍ په برخه کې دغلته شته امکانات کفايت نکوي او له نړيوال موسېسات غواړي چې د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ او تغذيې په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

میرویس خوزوي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو مېندې وایي، دغلته د درملنې لپاره کافي امکانات نشته دي

بلخوا بیا د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر، ډاکټرمحمد صديق وایي، سږکال د دغه روغتون سربېره په ياد ولايت کې د خوارځواکۍ په برخه کې شته امکانات زیات شوي او ترڅنګ یې د خوارځواکۍ پنځه نور مرکزونه هم جوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې تېرکال یې ټول دوه زره ۶۲۴ تنه خوارځواکه ماشومان بستر او درملنه یې ورته کړې، خو په خبره یې چې سږکال یې یوازې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې ۹۶۶ ماشومان بستر کړي چې له ډلې ۴۵۹ هلکان او ۵۰۷ یې نجونې دي.

ډاکټر صدیق د دوی په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو د کمښت لامل دا نه بولي چې ګواکې په کندهار کې د خوارځواکه ماشومانو شمیر کم شوی، بلکې وایي، چې دغلته د خوارځواکه ماشومانو لپاره پنځه نور مرکزونه په ميوند، ښکته او لوړ شاوليکوټ، ارغستان، سپين بولدک او د ښار په عينو مېنې او دوهمې ناحيه کې جوړ شوي او ترڅنګ یې نورو کلینیکونو ته د خوارځواکه ماشومانو د درملنې په موخه امکانات هم ورکړل شوي دي.

دغه راز د روغتيايي چارو کارپوهانو بيا له خلکو غوښتنه کوي ترڅو خپلو ماشومانو ته د روغتياپالانو په مشورې درمل او خواړه ورکړي څو له ورته ستونزو په امن کې پاتې شي.

د روغتيايي چارو کارپوه ډاکټر رفيع الله وايي، ډير شمېر کورنۍ د خپلو ښځينه او نارينه اولادونو ترمنځ توپير کوي او ياده ستونزه هم په نجونو او هم هلکانو کې د خوارځواکۍ سبب شوې ده.

هغه وویل: «په دې کې شک نشته چې په ځينو کورنيو کې هلکانو او په ځينو کې نجونو ته مناسب خواړه نه ورکول کېږي، يو ماشوم قوي شيان خوري بل وږی وي ځکه په خوارځواکۍ اخته کېږي، په ځينو کورونو کې ميندو ته مناسب خواړه نه ورکول کېږي، اقتصادي ستونزو هم ډيره اغېزه پرې کولای شي.»

په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچ کالي د دې لامل شوي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه