خوست کې د لکڼو سيمې قومي مخورو د نجلۍ ولور ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د خوست ولايت په مرکز لکڼو سيمه کې قومي مخورو د يوې پرېکړې پر مهال د نجلۍ ولور ۲۵۰ زره افغانۍ ټاکلی او ويلي دي، چې دا اقدام يې د ناوړه دودونو د مخنيوي په موخه ترسره کړی دی.

قومي مشرانو تېره ورځ (یکشنبه، ۲۸ د لړم) د يو پرېکړه ليک په ليکلو سره د ولور سربېره د خوښيو په مراسمو کې د بې ځايه مصارفو او غير شرعي پرېکړو مخنيوی هم کړی او زياته کړې يې ده چې مهر يا ولور به د نجلۍ په اختيار کې ورکول کيږي.

دوی په دغه پرېکړه ليک کې له سرغړونکو سره په مړي او ژوندي د اړيکو پرېکولو ناغه هم ټاکلې ده.

د سيمې اوسېدونکي په اوسنيو اقتصادي ستونزو کې یاده پرېکړه د پام وړ ښه ګام بولي او په نورو سيمو کې يې هم په عملي کیدو ټينګار کوي.

د لکڼو سيمې يو تن قومي مخور حاجي نور ولي وايي، د لوړ ولور او نورو بې ځايه مصارفو له امله يې په کليو او بانډو کې ګڼ ځوانان په ناقانونه لارو تګ ته مجبوره کړل شوي او هڅه کوي چې د دې مصارفو لپاره د مزدورۍ په موخه اروپايي هيوادونو ته لاړ شي.

نوموړي په دغه ولايت کې له نورو قومونو هم غوښتنه وکړه چې د لوړ ولور او نورو بې ځايه مصارفو مخنيوي لپاره دې قومي پرېکړې وکړي.

خوست د لويې پکتيا له هغو ولايتونو دی، چې په ځينو سيمو کې یې د نجلۍ ولور ۹ سوه زره، ۱۵ لکه او يا هم تر ۲۰ لکه افغانيو رسيږي چې دې چارې په ټولنه کې کلتوري ستونزې هم پيدا کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه