د روغتيا نړيوال سازمان: له پاکستانه په راستنو شويو کې ۲۴ سلنه يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي

اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان وايي، له پاکستانه چې کوم کډوال او پناه غوښتونکي راستانه شوي او يا شړل شوي، ۲۴ سلنه يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

دې بنسټ نن (يکشنبه، ۲۸ د لړم) هغو کډوالو ته د رسيدګۍ په اړه چې له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، خپل دويم راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې بې اسنادو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د پاکستان له لوري د وروستۍ نيټې تر اعلانېدو وروسته د نوامبر تر ۱۱مې نیټې پورې، ټولټال ۳۲۷ زره او ۴۰۰ تنه د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته راغلي دي.

د دې راپور پر اساس، ډیری کسان چې له پاکستانه راغلي يا هم راشړل شوي، ښځې او ماشومان دي چې تقريبا ۲۴ سلنه يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۶۰ سلنه يې کوچنيان او ۱۷ کلن يا تر دې هم کم عمره زلميان دي.

همدا راز په دې راپور کې راغلي چې له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شويو ۴۸ سلنه يې ښځې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې تراوسه له پاکستانه افغانستان ته کوم کډوال او پناه غوښتونکي ستانه شوي، ډېری يې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.

د دې راپور پر اساس، تر ننګرهار وروسته د دې کډوالو او پناه غوښتونکو ډېری يې په ترتيب سره د کندهار، کونړ، کندز او لغمان دي او شاوخوا ۹۰ سلنه کډوال او پناه غوښتونکي غواړي خپلو اصلي سيمو ته ولاړ شي.

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل راپور کې ويلي، چې دې بنسټ او شريکانو يې د نوامبر تر ۱۴مې پورې ۵۱ زره او ۴۹۴ تنو راستنو شويو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې. چې په دې کې ۱۱ زره او ۲۰۵ ماشومان، ۱۲ زره او ۷۴۹ نجونې، ۱۱ زره او ۳۴۸ سړي او ۱۶ زره او ۱۹۲ ښځې شاملې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې کوم کډوال او پناه غوښتونکي له پاکستانه افغانستان ته تللي، خپلو اصلي سيمو ته تر ستنېدو وړاندې د تورخم او سپين بولدک پر پولو په لنډمهالو پنډغالو کې ساتل کېږي تر څو يې مشخصات ثبت شي.

د دې بنسټ په خبره، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره دا کسان له ګواښ سره مخ دي.

پاکستان د اکتوبر په لومړيو کې تر ۱.۷۳ ميليونه زياتو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړ چې دا هيواد دې پرېږدي، کنه وبه شړل شي.

د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني پوليسو د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو نيول او شړل پېل کړي او د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، هره ورځ زرګونه تنه افغانستان ته راځي.

د بشري حقونو او مرستندويو بنسټونو روغتيايي خدماتو، خوړو او سرپناه ته د دې افرادو د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له دې سره-سره، د هيواد يو شمېر ډلو او سياسي جريانونو په «معينو سيمو» کې د دې کډوالو او پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه